نظــر

د عربي نړۍ په بتخانو کې وروستی مؤذن!

جواد سعيد

د تونس پارلمان کې د النهضة اسلامي حرکت مخالف ګوندونه، هڅه کوي چې د النهضة اسلامي حرکت مشر او د پارلمان ریس راشد الغنوشي د پارلمان له ریاسته لرې کړي، څو میاشتې وړاندې هم د غنوشي د راپرځولو یوه ناکامه هڅه وشوه خو بریالۍ نشوه.

د تونس پارلمان۲۱۷څوکۍ لري او د راشد الغنوشي د لرې کولو لپاره ۱۰۹څوکیو ته اړتیا وه ترڅو یې له واکه لرې کړي خو مخالف ګوندونه د هغه په لرې کولو ونه توانیدل، اوس تازه بیا هم د هغه د لرې کولو هڅه روانه ده، دا به راتلونکو څو ورځو کې ثابته شي چې مخالف ګوندونه د راشد الغنوشي په لرې کولو توانیږي او کنه.

راشد الغنوشي او یو بل ستر چیلینج!
له دې وراخوا د تونس د پارلمان رئيس او د النهضة اسلامي حرکت مشر راشد الغنوشي له یو بل ټکر سره مخ دی چې ممکن دۀ ته سخت سرخوږی پیدا کړي، تازه د تونس پارلمان یو شمېر وزیرانو ته د باور رایه ورکړه او د تونس ولسمشر ته یې د لوړې لپاره معرفي کړل، خو د تونس ولسمشر قیس سعید له دغه وزیرانو سره کلک مخالفت ښودلی دی، له بله اړخه د راشد الغنوشي یو شمیر نږدې ایتلافیانو هم د هغه خوا پریښې ده او دا هغه څه دي چې ممکن دا ځل په پارلمان کې د الغنوشي مخالفین وتوانیږي ترڅو نوموړی راوپرځوي.

پراخ مخالفت!
د تونس د پارلمان غړی او د متحده قومي ډیموکراتیک ګوند مشر( چې اصلا پخوا د یو کمونیست ګوند مشر وه) منجي الرحوي وايي چې دا ځل یې د راشد الغنوشي پر ضد له سلو پورته لاسلیکونه راټول کړي دي او ژر ده چې الغنوشي له واکه را وپرځوي، هغه ویلي دي چې لا نورې هڅې هم روانې دي ترڅو د راشد الغنوشي په وړاندې دا ځل یو پراخ او قوي بلاک رامنځته کړي. دا ځل درې مهم ګوندونه چې تېر ځل په پارلمان کې د اسلامپالو ملاتړي وه د الغنوشي مخالف شوي دي او ددۀ د سلب صلاحیت کولو طرحه یې تایید کړې ده، خو له بلې خوا په پارلمان کې د النهضة ډلې یو شمېر نور مخالفان وايي چې  د غنوشي د لرې کولو سره مخالف دي او هغوی خبرداری ورکړی دی چې د پارلمان د غړو ترمنځ شدید اختلاف به یوځل بیا تونس د زین العابدین د وخت استبداد ته بوځي د تونس د پخواني ولسمشر زین العابدین ګوند ته به دا چانس ورکړي چې یوځل بیا په واک منګولې خښې کړي او هیواد یوځل بیا د استبداد په لور رهي کړي.

قوي اتحاد!
له بلې خوا د راشد الغنوشي ګوند حرکة النهضة  ویلي دي چې د خپل مشر کلک ملاتړ به وکړي او اجازه به ورنکړي چې الغنوشي له واکه لرې کړل شي، حرکة النهضة په تېرو پارلماني ټاکنو کې تر ټولو مخکښ ګوند دی چې په پارلمان کې یې ۵۴ څوکۍ تر لاسه کړي.
اوس مهال د تونس په درې مهمو پوستونو، ولسمشرۍ، صدراعظمۍ او د پارلمان په ریاست کې یوازینۍ څوکۍ چې د النهضة اسلامپال حرکت سره ده هغه د پارلمان ریاست دی، چې څو ځلې هڅې وشوې ترڅو دغه مهمه څوکۍ هم ترې واخلي خو تر اوسه یې مخالفین په دې کار ندي توانیدلي.

دمګړۍ یوه بله پارلماني ډله د راشد الغنوشي ملاتړ کوي کوم چې په فکري اړخ کې النهضة ته نږدې دي او په پارلمان کې ۱۸ څوکۍ لري، خو په تونسي پارلمان کې دوهم لوی ګوند قلب التونس  یو شمیر غړي دا ځل د حرکت النهضة په مقابل کې ولاړ دي کوم چې په پارلمان کې ۳۰ څوکۍ لري، خو ددغه ګوند مشر أسامة الخليفي بیا وايي چې د راشد الغنوشي د لرې کولو ملاتړ نکوي او روان پارلماني کړکیچ باید د خبرو اترو له لارې پای ته ورسول شي، هغه ټينګار کړی دی، چې د پارلمان له رئیس څخه د باور رایه اخیستل د کړکیچ اوسنی حالت لاپسې پراخولی شي او شته ستونزو ته د حل لاره نشي موندلی، نوموړی وايي: سیاسي جګړو زموږ هیواد د بد مرغیو په لور رهي کړی دی او کومه ګټه نلري.

د خبرو اترو په لور!
د تونس د ولسمشر قیس سعید او د لومړي وزیر هشام المشیشي ترمنځ اختلافاتو، د پارلمان د ریس راشد الغنوشي او قیس سعید ترمنځ کړکیچ، د کرونا ناروغۍ او تېر لس کلن بد اقتصادي وضعیت یا د هیواد له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، دمګړۍ د تونس په درې مهمو دولتي ارګانونو، پارلمان، لومړي وزیر او ولسمشر قیس سعيد ترمنځ لانجو دغه هیواد په ډېر بد ځای کې قرار لري، د تونس خلک د نظام په داخل کې راون کړکیچ اندیښمن کړي دي، د عربي شنونکو په باور، د اوسني کړکیچ څخه د خلاڅون یوازینۍ لاره خبرې اترې او سیاسي جوړجاړی دی او په دغه برخه کې باید ټول مخالف لوري د خبرو اترو چینلونه پرانیستي پریږدي.

له بلې خوا ولسمشر قیس سعيد هم ویلي دي:
هڅه کوي ترڅو شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او یو داسې جوړ جاړي ته ورسیږي چې تر څو روان داخلي کړکیچ پرې پای ته ورسوي.
که چیرته خبرې اترې پیل شي نو ممکن د تونس د پارلمان ريیس راشد الغنوشي د لرې کولو هڅه ځای ونه نیسي او ممکن دغه روانه طرحه ناکامه شي او د دولت درې مهم بنسټونه، پارلمان، لومړی وزارت او جمهوري ریاست ثبات پیدا کړي.

تونس کې ولې داخلي کړکیچ؟
کله چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې عرب پسرلي له تونسه سرچینه واخیسته او د تونس په یوه چوک کې یو ځوان ځان ته اور واچوه نو د عرب پسرلي وږمې له تونس څخه ټولې عربي نړۍ ته خپرې شوې، ډير ما دام العمري واکمنان پکې راوپرځيدل، له مصر، سوریې، یمن اخوا په عربي نړۍ کې دوه مهم هیوادونه ډير دقیق ځیر ول او د خپلې پرځېدا شیبې یې شمیرلې، هغه دوه هیوادونه متحده عرب امارات او سعودي عربستان و، خو کله چې په سوریه کې د خلکو سوله ييز پاڅون د وینو په سیلاب بدل شو، نو د سعودي عربستان او اماراتو ولسونو هم ددغه حاکمانو په وړاندې د غږ پورته کولو جرئت ونکړ، په عربي نړۍ کې د پاڅونونو رهبري کونکي ډیر یې د اخوان مشران وه او دغه حرکت ټوله عربي نړۍ د ظلم او استبداد په وړاندې را وخوځوله، په عرب مشرانو کې ورته د ال سعود او ال زاید کورنۍ زړونه سخت ډک و، کله چې دوۍ له دغه څپې بچ پاتې شول نو، دوی د اسراییلو په اشاره د نورې عربي نړۍ لپاره خپله پالیسي وټاکله.

دوی په خپل لومړي هدف کې هغه هیوادونو کې مشکلات پیدا کړل چې هلته اخوان المسلمین د واک برخه وه او په ډيرې بې رحمۍ سره یې ولسي حرکتونه سخت وځپل، په پیل کې یې په مصر کې محمد مرسي له واکه راوپرځاوه او بیا یې په زندان کې ساه ورکړه، اوس مهال د مصر په زندانونو کې له شپیته زرو پورته بندیان شتون لري چې ډيری یې د اخوان المسلیمین غړي دي، ورپسې متحدة عرب امارات او سعودي عربستان مخامخ لیبیا ته ور داخل شول او الوفاق حکومت چې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوی وه، تر طرابلسه وځغلاوه، خو دوی په دغه موخه کې کامیاب نشول او له دې سره همهاله یې په تونس کې هم لاسوهنې پیل کړې، داسې هیواد چې د پارلمان مشر یې اسلامپال او د یو اسلامي حرکت مخکښ غړی دی، امارات، سعودي او مصر په اسلامي نړۍ کې نن په پوره ځواک سره هغه ځایونه ټکوي چیرته چې اخوان المسلمین او د هغوی پلویان سر راپورته کوي.

نن که په تونس کې کوم داخلي کړکیچ دی او یا په لیبیا او یمن کې کورنۍ جګړه ده، دا ټول د مصري کودتا امتداد دی او دا لړۍ به تر هغې روانه وي چې تر څو دوی اسلامپال کاملاً له صحنې وباسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx