شعـــــرونه

د رحمتونو خزانه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

د رحمتونو خزانه ده روژه
د مغفرت ستره چینه ده روژه

زړه پاکوي له ګناهونو څخه
لکه زمزم لکه اوبه ده روژه

ډیر مبارکه معظمه میاشت ده
دا خو پر مونږه میلمنه ده روژه

یو عبادت یې په زر چنده لیکي
د ثوابونو سـرمایه ده روژه

رب نازل کړې ده پر مونږه باندې
د انوارونو پیلامه ده روژه

قدر به یې ډیر کوې مؤمِنه وروره
د جنتونو دروازه ده روژه

د عبادت او د طاعت موقعه ده
دا د اذکارو مجموعه ده روژه

کړم هرکلی ورته د زړه له کومې
تپاند زُهـاد ته معجزه ده روژه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx