افغانستان

غور کې د قومندان په ګډون ۳۰ مسلح اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د قومندان په ګډون ۳۰ مسلح اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، د اربکیانو دغه تسلیم شوی قومندان«محمد» نومیږي، چې ۱۵ کلي، دوو بازارونو او  ۲۰۰۰ کورونو باندې مشتمله سیمه یې له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته سپارلې ده.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او اربکیانو شمېره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته یوه میاشت پاتې ده او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د تیر ۲۰۲م کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx