افغانستان

د غور والي د طالبانو په برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي د طالبانو په کمیني برید کې د غور والي عبدالظاهر فیض زاده او یو خبریال په شمول د شپږو تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

سرچینې وايي، دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د غور نوی ګومارل شوی والي عبدالظاهر فیض زاده د مرکز فیروزکوه لویدیځ کې د «خارستان» پوستې څخه لیدلو ته تللی ؤ.

یک تلویزیون وايي، په دغه برید د والي او امنیه قومندان ترڅنګ په غور کې د ملي تلویزیون د خبریال میراحمد مدقق او د ملي امنیت د «مهمو کسانو ساتونکي» ځواک ۳ عسکرو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره د والي یو عراده هایلکس او رینجر موټر هم طالبانو له ځان سره وړی دی.

له بل پلوه د غور سیمه ییز چارواکي ددې برید د تایید ترڅنګ وايي، چې په ځوابي برید کې یې ۱۲ طالبان وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دکتور مجاهد

له دی وروسته د غلامی اداری ولیانو ته لیوان او وزیرانو ته یی رزیلان او ریس ته د دوس ، قاضیانو ته یی کاذبان او جنرالانو ته یی د ایجړاګانو نومونه واخستل شی وایی د دجال جنتونه دورځونه او دورځونه یی جنتونه دی دوی ته فرعونی دجالانو د لوړو پوښتو او ډالرو دجالی جنتونه ورکړی الله ج به ورله دغه جنتونه ورله په دوزځو بدلوی او په دی ژوند کی به هم له داسی ناوړو حالاتو سره مخ کیږی لکه اسدالله خالد چه ورسره مخ شو، سربیره پردی چه میرمنی سره له مجامعت هم وتلی د تشو او ډکو متیازو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx