افغانستان

طالبان: د خبریالانو د په نښه کولو په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپور د «پروپاګند» په موخه خپور شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ وری، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان طالبان تورن کړل، چې په افغانستان کې خبریالان ګواښي او ترور کوي؛ طالبانو یې په غبرګون کې یاد راپور بې بنسټه او د تاسف وړ بللی دی، چې ددوی له قوله د پروپاګند په موخه خپور شوی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي وو، چې طالبانو په افغانستان کې تر خپلو واک لاندې او د باندې سیموکې د رسنیو فعالان او خبریالان په لیکلي، شفاهي او بېلابېلو نورو ډولونو ګواښلي چې له امله یې ګڼ خبریالان او ژورنالستان د هیواد پرېښودو ته اړ شوي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» یاد راپور ته په غبرګون کې ویلي «موږ د بشري حقونو د څار سازمان هغه تورونه په کلکه ردوو چې وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت مجاهدین خبریالان په نښه کوي. موږ دغه بې بنسټه راپور چې د غلطو معلوماتو په اساس ترتیب او د پروپاګند په موخه نشر شوی د تاسف وړ بولو.»

د مجاهد په خبره، دوی له خبریالانو او رسنیزو فعالانو سره ښې اړیکې لري او پر هغوی بریدونه د استخباراتي کړیو کار ګڼي «د اسلامي امارت مجاهدین له خبریالانو سره نورمالې اړیکې لري، که کله له کومې رسنۍ سره ستونزه رامنځته شي، موږ يې ژر د خبرو او تفاهم له لارې حل کوو.»

دغه راپور داسې مهال خپرېږي، چې په پلازمېنه کابل او بېلابېلو ولایتونو کې پر رسنیزو او مدني فعالانو بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي، چې له امله یې تېر میلادي کال د افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی یاد شوی دی.

طالبانو وخت پر وخت د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه غندلي او حکومت يې تورن کړی، چې ددې ډول بریدونو په ترسره کولو ددوی خلاف منفي تبلیغاتو ته زمینه برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx