شعـــــرونه

عشق د څړیکو عجیبه ترجماني ده/ منصور درمان

منصور درمان

عشق د زړۀ د درد پخه ترجماني ده
عشق د څړیکو عجیبه ترجماني ده

تاته څۀ پته ده، تۀ پۀ څۀ خبر یې
لېونیه! عشق ښائسته ترجماني ده

د وصال ایاغ ته تونده تنده ساتي
د مئین زړګي دا ښه ترجماني ده

زېړ زېبښلی، شونډې وچې، غریو نیولی
د عاشق، عشقه! د غه ترجماني ده

هغه ستا د بڼه ورو سترګو زور دی
تۀ! پوهېږې؟ دا هغه ترجماني ده

نه -نه، ماته د مجاز اهميَّتْ نشته
حقیقت مې ښه خوږه ترجماني ده

د منصور درمان پۀ زړۀ د داغ اعرابه!
ستا ځواني زما تازه ترجماني ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x