د سولې طرحېنظــر

د حزب اسلامي طرحه: د هیواد د بحران حل او د نوي حکومت د تشکيل څرنګوالی

د جګړې د اختتام او ډاډمنې سولې ته د رسيدو په موخه د دې پرته بله لار نلرو چې د افغانستان په قضيه کې ټول دخيل لوري په لاندې څو مهمو ټکو توافق ته ورسي.

  1. له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو عسکرو وتل.
  2. د انتقالي حکومت تشکیل؛ د داسې اشخاصو څخه جوړ وي چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي. او د دې ځانګړنو درلودونکی وي: غير ائتلافي؛ متحد او يو موټی وي؛ واک به نه پر سياسي احزابو ویشل کيږي او نه هم پر قومي کتلو؛ اساسي دنده به يې واک د اوسني حکومت نه راتلونکي قانوني حکومت ته سوليېز انتقال وي؛ برجسته شخصيتونه يې ټاکنو کې د کډون حق نلري او د هيڅ سياسي لوري او انتخاباتي ټیم حمايت به نلري. د دې حکومت موده به تر يو کال پورې وي.
  3. د ټاکنو د نوي کمیسيون رامنځ ته کول؛ داسې شخصيتونه چې نيک، بې طرفه، د ښې سابقې درلودنکي او ټولو ته د منلو وړ وي.
  4. د شفاف او عادلانه انتخاباتو ترسره کول؛ د يو نوي سیستم مطابق چې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي او اسلامي لارښوونو سره سمون ولري.

د موقت او غیر ائتلافي حکومت څرنګوالی:

هر يو اغیزمن لوری چې د سولې مذاکراتو کې سهيم وي له (۱۰ تر ۲۰) بې طرفه او ټولو ته د اعتماد وړ کسان معرفي کوي، چې لاندې مواصفاتو درلودونکي وي:

  1. هيڅ بیروني هيواد پورې تړلي نه وي.
  2. داخلي جنګونو کې يې برخه نه وي اخستې او خارجي ځواکونو سره د افغانستان په اشغال کې په همکارۍ تورن نه وي.
  3. په جنګي جنايتونو، فساد، اختلاس، غصب نه وي متهم او بې د ينه ډلو پورې نه وي تړلی. د اشغال په دوران کې د حکومت لوړپوړي چارواکي نه وي پاتې شوي، نیک نومي او د ښې سابقې لرونکي وي.
  4. ديني پوهه؛ ديني لارښوونو ته التزام، کاري وړتيا او اداري تجربې څخه برخمن وي.

دا فهرست؛ د دولت عالي شوری ته محول کيږي او د دولت د عالي شوری له تائيد وروسته؛ د دوی له منځه؛ د انتقالي حکومت رئیس، د کابينې غړي، واليان او سفيران ټاکل کيږي.

د دولت عالي شوری:

د دولت عالي شوری؛ د انتقالي حکومت په دوران کې؛ د هيواد په ټولو مهمو قضاياو کې د تصميم مهمه مرجع او د حکومت پر کړنو نظارت کوونکي ده. انتقالي حکومت د همدې شوری د پريکړو او تصميمونو مجري دی.

د دولت عالي شوری؛ د مؤثر او اغیزمن سیاسي احزابو له رهبرانو  څخه مشتمله ده، چې د سولې د مذاکراتو په بهير کې به شامل وي.  د انتقالي حکومت رئیس به يي هم عضوه وي. د دولت د عالي شوری د رياست د څرنګوالي په هکله به همدا شوری پر خپل وخت تصميم ونیسي.

انتخابات:

اړينه ده، چې د ملت ممثل پارلمان رامنځ ته شي؛ د استبداد او مطلق العناني مخه ونيول شي، ټولنیز عدالت رامنځ ته شي، په داسې توګه چې تول افغانان او ټول قومونه او قبائل يو بل سره وروڼه؛ او په عادلانه او متناسبه توګه خپل نفوذ او حضور د ملت په بدنه کې؛ په ملي شوری کې او د تصمیم په دې لوړترينه مرجع  کې تمثيل شي؛ پارلمان د پېر او پلور مارکيټ باندې بدل نه شي، د وکيلانو او رايو د خرڅلاو مخنیوی وشي؛ باید د ټاکنو نوی سیستم چې د لاندې مطالبو ضامن وي؛ ومنل شي:

  1. د ټاکنو اوسنۍ بڼه چې لويدلې او پريوتې ده؛ قمار سره يې شباهت پيدا کړی، ګټونکی او بايلونکی لري؛ بايد تغير وکړي. په دې سیستم کې چې څوک ناکامو نوماندانو ته رایې ورکوي؛ يا په انتخاباتي حوزو کې په قومي حساب اقليتونه وي؛ دوی د خپل نماينده او وکيل څخه په پارلمان کې بې برخې پاتې کيږي. په داسې پارلمان منتج کيږي چې د سياسي او قومي اقليت ممثل وي. باید د تصمیم دغه لويه ملي مرجع د اقلیتونو له سلطې راووځي.
  2. هيڅ واجد شرائط افغان بايد د رايې ورکولو له حق بې برخې نه شي.
  3. هر افغان که د دنيا په هر کونج کې وي بايد وتوانیږي په ټاکنو کې ګډون وکړي او يوې خاصي انتخاباتي حوزې ته د ورتګ اړتيا ورته هم پېښه نه شي.
  4. په يو ځل انتخاباتو او يو ځل راي ورکونه؛ هم جمهور رئیس انتخاب شي، هم د ملي شوری غړي او هم د ولايتي شوراګانو او ولسواليو د شوری ګانو غړي وټاکل شي.
  5. انتخابات بايد داسې وي، چې افغانان دلويو ملت شموله احزابو په تشکيل کې مرسته وکړي؛ قوم پالنه په ملتپالنه او ارمان پالنه مبدله کړي او تر هر څه د مخه د ملي يووالي په استحکام او د اجتماعي عدالت په تامين منتج شي؛ انتخابات په متناسب استازیتوب؛ موږ سره دې هدف ته په رسيدو کې مرسته کوي.
  6. ټولې شوری ګانې بايد انتخابي وي او هېڅ انتصابي عضوه ونلري.

لويه جرګه؛ د ملت د ارادې لوړ ترين ممثل:

مهم ملي امور؛ لکه د اساسي قانون تسويد او تصويب، د هيواد د راتلونکي نظام څرنګوالی، د ملي اردو او امنيتي ځواکونو د تشکيل ترکيب، سياسي احزاب او د هغوی تاسیس، په ټولنه کې د هغوی نقش، وظائفو او قانوني مسؤليتونو څرنګوالی يې، د هيواد د اتباعو  مدني او اجتماعي حقوق، د حکومت داخلي او خارجي سياستونه، د بين المللي معاهدو او قراردادونو بررسي چې نورو هيوادونو او نړيوالو ټولنو سره ترسره شوي؛ ټول د لويې جرګې له صلاحيتونو او دندو څخه شمېرل کيږی، چې اعضاء يې په دې ډول دي:

  1. د ملي شوری اعضا (۲۴۹ نفر)
  2. د ولايتي شوراګانو رئیسان (۳۴ نفر)
  3. د ولسواليو د شورا ګانو رئیسان (۲۶۴ نفر)

د هيواد روان بد اقتصادي وضعيت ته په کتو او د تشکيلاتي پړسوب څخه د مخنيوي او بې ځايه لګښتونو د کنټرول په موخه بايد پر کوچنۍ کابينه، کم وزارتونه، دوه منتخبې شوراګانې ( ملي شورا او ملي لويه جرګه) بسنه وشي. ټول غير ضروري بستونه د مشاوريتونو په شمول حذف شي.

دا حقيقت بايد پام کې ونيول شي چې د ائتلافي حکومت تشکيل او پر هغه توافق؛ نه يوازې عملي او مقدور نه دی، بلکې داخلي جنګونو کي ښکيل احزاب د دې توانمندي او ظرفيت نلري، چې د يو چتر لاندې دې راټول شي او د څو لسیزو جنګ او جګړو وروسته دې ګد کار وکړي. داسې ځانګړی معيار هم نشته چې د هغه له مخې هر حزب او هرې ډلې ته ځانګړی سهم ورکړل شي او هغوی پرې قناعت وکړي. دا هم غير عملي ده، چې طالبان او هغه سیاسي ګوندونه چې د اوسني حکومت پر داخلي او خارجي سياستونو معترض دي؛ د څو تنه وزير، والي، سفير او وکيل… په معرفي کولو سره د اوسني حکومت د زمامدارانو سره ائتلاف وکړي. دا انضمام نه طالبانو ته د قبول وړ دی او نه هم د حکومت سياسي اپوزيسيون ته؛ پرته له دې چې په يو بې طرفه حکومت توافق وشي چې په غير متنازع شخصيتونو مشتمل وي؛ هيڅ بل بديل نلرو.

سياسي حزبونه، مؤثر او اغيزمن مطرح شخصيتونه؛ د دې پر ځای چې د لنډې مودې لپاره په چوکيو کيني او هغه هم د يو کال لپاره؛ ښه ده چې تر ټاکنو انتظار وباسي. پريږدئ چې د هر حزب او هر شخص ځای او سهم د رڼو ټاکنو د لارې مشخص شي. مطرح شخصيتونه او باوجاهته څېرې هم بايد د سياسي احزابو له لارې د سياست ډګر ته راووځي او د انتقالي حکومت په دوران کې بايد هڅه وکړي، چې د خپلې خوښې تنظيم په ليکو کې ځانونه ځای پر ځای کړي او راتلونکي حکومت کې په ابرومندانه توګه ځان لپاره خپل ځای او مقام غوره کړي. دې سره کولی شو هيواد د ناولو سياسي لوبو وژغورو. عملاً مو وکتل چې بدو او ناکاره معاملو هيواد د کوم سرنوشت سره مخ کړ، حتی د يوې ډلې په داخل کې خونخوار جنګونه د دې باعث شوي، چې هغه ډله يې په لسو کوچنيو ټوټو ويشلې او د داخلي جګړو باعث شوې؛ ټولې ډلې او افراد چې د يوې سياسي ډلې له ادرسه ائتلافي حکومتونو ته راننوتي؛ بدو عواقبو سره مخ شوي.

پاتې نورې اړينې قضاياوې؛ چې مشترک تصميم ته اړتيا لري؛ د دولت عالي شوری ته به محول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکټر احرار

حكمتیار صاحب زوړ دریځ او له اسلامي ارزښتونو خالي د جمهوریت سایکل اوس هم چلوي اسلامي نظام د افغانانو او د بشریت ستره اړتیا او د رنځ یوازنی علاج ده په روان حالت او شته قوتونو کی یی نفاذ یوازی د جهاد د بریا له لاری ممکن ده او یا د خپلواکه متدینه هیواد شموله علما کرامو د شوری له لاری ممکن ده چې یو سپیځلی اسلامي نظام رامنځ ته کړي او د هیواد هرقوم او ملت ځان پکښي و وینې او د پاکستان په شمول د ټولو بهرنیو هیوادونو مداخله پکښي نه وې په یو او بل نوم جمهوریت… نور لوستل »

مجاهد

تر هغی چه یی هجرت نه وو کړی حکمتیار ښه مجاهد رهبر وو، له هجرت وروسته د بوټو د مانورو ښکار شو له امله د ځوانانو اسلامی ګوند په حزب او جمیعت وویشل شو. له هغو ویشلو وروسته ویشل شروع شول، تر ۵۲ ورسیدل ضیا صاحب اوو لوی ګوندو ته راشن ورکولو نورو یی له راشن بی برخی کړل نو محوه شول. تر ټولو ننګین کار یی دا وو چه ټول تش په نامه جهادی رهبران ( حکمتیار هم پکی وو ) امریکا د جهاد سره په بیه رانیول جهاد یی په سوړ، سرد یا کولډ جنګ بدل کړو. د… نور لوستل »

عتیق الله مکین

چی شخص عقده و بی منطق هستین که یکسره دروغ وبهتان را نثار یک مجاهد واقعی میکنید. لعنت خدا بر دروغگویان.

کبیر

حیف ددی مقدس نوم چی تاسی ځان باندی ایښی، په لیکنه کی دی به غیر له درواغ، تهمت او عقده بل شی نه لیدل کیږی. آیا تاسی ړوند وی او که کوڼ، چی امریکایانو د شیخ الدیث ولقرآن، لیکوال، غازی، مجاهد محترم حکمتیار حفظه الله په سر باندی د امریکا په تاریخ کی جګترین جائیزه کیښوده چی میلیونونو ډالر ته رسیده. اوس هم زموږ د معزز مشر نوم د امریکا په تور لیست کی دی. حتی اوس هم که چیری په فیسبوک کی د علامه حکمتیار حفظه الله او اسلامی ګوند، په هکله لیکنه کیږی، فیسبوک بنده وی. د امتحال… نور لوستل »

محب الله

ډير يو ښه طرح ده

عبدالواحد اڅګزۍ

دګلبدین ترحکومتی طرح دطالبانوترحه ډیره معتبره اومعقوله ده ،طالبانوخوعملاًافغانستان آزادکۍ ګولبدین خودخپل اقتداردپاره یووارله ملحدکمونسټ تڼی دافغانانودقاتل سره اتحادوکۍ اوبیاداشرفغنی سره په زرهاوو افغانان یی شهیدان کړل ۱.نجیب ګو،۲.اشرفغنی،۳.ګلبدین دمظلوموافغانانوقاتلان دی باید له اشرفغنی،کرزی،او شمالی ټلوالی سره محاکمه سی که نسی الله به باقهرپرافغانستان نازل کی: وروڼواوخوندو: طالبانوپه واروواروذکرکړی دی چه موږدټولوافغانانومشترک حکومت جوړول غواړووایی موږدواک انحصارنغواړی ولی اسلامی قانون پلی کول غواړوموږدپاکوخلکوشوراجوړول غواړوداسی ډالرفسنده اوپردی فرسته نه غواړی لکه غنی،کرزۍ اوشمالی ټلواله چه دامریکااوناټوپربمباریوډالرټولوی اوامریکا،عربواماراتواویورپ ته یی استوی ملت دلوږی مری آیاددی جنایت کاروحکومت دقبولودۍ،ناټواوبایدن دغه جنایت کاره پرملک تپل غواړی – طالبان معقول اوملت فرسته دی تیروارانګریزانود(آی ایس… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x