افغانستان

د بغلان د ځانګړو پولیسو قومندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ځانګړو پولیسو قومندان شریف الله د طالبانو په یو کمین کې ژوند بایللی دی.

دا پېښه تیره شپه ۱۱ نیمې بجې د بغلان ـ کندوز پر لویه لاره د پلخمري ولسوالۍ په «خلازیو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

یوې باوري سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، د ځانګړو پولیسو قومندان شریف الله غوښتل چې د دولتي عسکرو یو اکمالاتي کاروان کندوز ولایت ته ورسوي، چې د طالبانو په کمین ور برابر شو.

په دغه کمیني برید کې قومندان شریف الله وژل شوی او ۱۱ نور ځانګړي پولیس ټپیان دي.

باید وویل شي چې د بغلان ـ کندوز لویه لاره له تیرو څو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده او له ملکي خلکو پرته دولتي عسکرو او چارواکو ته په دغه لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx