روغتیا

برازیل کې تېره میاشت کرونا له ۶۶ زرو زیات کسان وژلي

د برازیل ولسمشر دغه هېواد کې د ټولبندیز مخالفت کوي او وایي، موږ دوه دښمنان درلودل او لرو، ویروس او بیکاري، دا یو حقیقت دی، او موږ دا ستونزې کور کې په کیناستلو نه شو حل کولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د کرونا وبا په تېره مارچ میاشت کې په لاتیني امریکایي هېواد «برازیل» کې له ۶۶ زرو زیات کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې روغتونونه د زیاتو جدي ناروغانو له کبله له ناروغانو ډک شوي دي، چې حکومت او طبي کارمندان یې دېته اړ کړل تر څو هغه جدي ناروغان چې د ژوندي پاتې کېدو فرصت لري په روغتون کې بستر کړي او پاتې نورو ته له کوره د پاملرنو سپارښتنه کوي.

د مارچ میاشت تر دې دمه د نړۍ په کچه د برازیل هېواد لپاره خونړۍ وه چې ۶۶۵۷۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د برازیل په شمال ختیځ ایالتونو کې ددې علمي کمیټې ناظم میګول نیکولیس فرانس خبري اژانس ته وویل، «موږ د برازیل په تاریخ کې په لومړي ځل په ۳۰ ورځو کې په دومره زیاته کچه مړینې ثبت کړي دي».

نوموړی زیاتوي، ډیر احتمال شته چې په برازیل کې تر جولایي میاشتې د مړینو کچه نیم ملیونو ته ورسیږي، دا یوازې برازیل ته نه بلکې ټولې نړۍ ته خطر پېښوي، په داسې حال کې چې د برازیل همسایه نور لاتیني امریکایي هېوادونه هم په پراخه کچه د کرونا پېښې ثبتوي.

په برازیل کې د ناروغانو ځایولو لپاره د روغتونونو ظرفیت په وروستۍ کچه کې دی، او هغه ناروغان چې د ژوندي پاتې کېدو ډیر فرصت لري په جدي خونو کې بستر کیږي.

اوسمهال په برازیل کې ۱۲.۷ ملیونه کسان په کرونا اخته شوي چې له مخې یې ۱۱.۲ ملیونه بیرته ښه شوي او ۳۲۲ زرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه لاتیني امریکایي هېواد کې هره ورځ شاوخوا ۸۰ زره مثبتې پېښې ثبتیږي او نږدې ۴ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

برازیل د چهارشنبې په ورځ د ۳۸۰۰ مړینو او له ۹۰ زرو زیاتو پېښو شاهد دی، او د نړۍ په کچه یوازې دغه هېواد کې د مړینو څلورمه برخه پېښیږي.

د برازیل ولسمشر جایر بولسنارو د تل په څېر په هېواد کې یو وار بیا د والیانو او ولسوالانو د غوښتنې برعکس د ټولبندیز پلي کولو مخالفت کړی چې له سختو غبرګونونو سره مخ دی او په دې لړ کې یې څلور واره د روغتیا وزیران هم بدل کړي دي.

نوموړی په دې تړاو وایي، «موږ دوه دښمنان درلودل او لرو، ویروس او بیکاري، دا یو حقیقت دی، او موږ دا ستونزې کور کې په کیناستلو نه شو حل کولی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx