افغانستانځانګړي راپورونه

ايا طالبان رښتيا د خبريالانو په وژنو کې لاس لري؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د بشري حقونو د څاز بنسټ تېره ورځ په خپل راپور کې ويلي و، چې طالبان په قصدي ډول د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان په ګڼو سيمو کې خبريالان په نښه کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ وايي، په دوحه کې د امريکا او طالبانو له تړون وروسته د هېواد په لر او بر کې پر خبريالانو بریدونه زيات شوي او دې سره د افغانستان ټيکاو، سولې او راتلونکي وخت کې د بيان ازادۍ په تړاو اندېښنې مخ پر زياتېدو دي.

دا راپور کټ مټ د کابل حکومت د لوړپوړو چارواکو د نظرونو د عکاسۍ په رڼا کې جوړ شوی ښکاري.

تر دې وړاندې د کابل حکومت د مشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم ويلي و، چې د خبريالانو او مدني فعالانو په وژنه کې د طالبانو لاس دی او په وينا يې طالبان له دې لارې غواړي، چې حکومت تر فشار لاندې راولي.

د کورنيو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي هم د خپل وزارت پر مهال ورته څرګندونې کړې وې.

خو طالبانو دا ډول تورونه مخکې هم رد کړي وو او تېره ورځ د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور په ځواب کې هم د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا راپور رد او بې بنسټه بللی و.

ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د بشري حقونو د بنسټ دا راپور د ناسمو معلوماتو او پروپاګند پر بنسټ جوړ شوی او زياته کړې يې ده، چې د دوی جنګيالي د هېواد په هره سيمه کې له خبريالانو سره ښې اړيکې لري.

د خبريالانو د وژنې تر شا د چا لاس کېدای شي؟

له تېرو شلو کلونو راهيسې په پلازمېنې کابل او نورو سيمو کې ګڼ شمېر خبريالانو او د ټولنیزو شبکو فعالانو په چاپي، برېښنايي او خواله رسنيو کې د طالبانو پر خلاف خپرونې او څرګندونې کولې؛ خو تر اوسه داسې نه دي شوي، چې طالبانو دې د خپل مخالفت له امله کوم خبريال په نښه کړی وي.

د ۲۰۱۷ کال په مې مياشت کې طالبانو په کندهار کې يو ژورناليست او د کندهار د مطبوعاتي دفتر کارمند عبدالغفور پيروز افغان د وژنې مسؤوليت منلی و او لامل يې هم د نوموړي له لوري اسلام او مذهب ضد خپرونې بلل شوې وې.

نږدې دوه کاله مخکې طالبانو په کابل کې پر طلوع او يک تلويزونونو د بریدونو پلان کولو خبر ورکړی وو او په کابل ښار کې يې د طلوع نيوز پر کارمندانو د برید مسؤولیت منلې و.

طالبانو د دې برید لامل د طلوع له لوري د افغان کلتور خلاف خپرونې بللې وې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې د قطر سياسي دفتر کې له طلوع او يک تلويزونو سره ستونزه حل شوې او اوس ورسره کوم جنجال نه لري.

ښاغلي مجاهد ويلي، له تېرو شلو کلونو راهيسې په سختو حالاتو کې يې له ژورنالېستانو سره ښه تعامل کړی او هېڅ ډول ستونزه يې ورسره نه ده راغلې.

تېر کال په هلمند ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي ووژل شو او حکومت يې پړه پر طالبانو اچولې وه؛ خو طالبانو د حکومت دا تورونه رد کړي دي.

تېر کال په هلمند ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي ووژل شو او حکومت يې پړه پر طالبانو اچولې وه؛ خو طالبانو د حکومت دا تورونه رد کړي دي.

الياس داعي د خپل ماموريت له پيله له هلمند ولايت څخه د ازادۍ راډيو لپاره راپورونه خپرول؛ خو طالبانو هېڅکله کوم ګواښ نه و ورته کړی، په داسې حال چې کې ستونزې به وې او ګڼ راپورونه يې د طالبانو پر ضد وو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، په دې وروستيو کې له الياس  داعي سره هوکړې ته رسېدلي وو او په ازادۍ راډيو کې د هلمند جګړې په اړه د داعي وروستي راپورونه د حکومتي ادعاوو خلاف وو او ښايي همدا لامل وي، چې الياس داعي د حکومت له لوري وژل شوی وي.

امرالله صالح ويلي، طالبانو پر حکومت د فشار واردولو په موخه د ژورناليستانو او مدني فعالانو وژنې پيل کړي

امرالله صالح ويلي، طالبانو پر حکومت د فشار واردولو په موخه د ژورناليستانو او مدني فعالانو وژنې پيل کړي؛ خو ذبیح الله مجاهد دا تورونه هم رد کړي او وايي، چې حکومت له پخوا د دوی تر نظامي فشار لاندې دی او طالبان اړتيا نه لري، چې د ژورنالېستانو او مدني فعالانو په وژنه حکومت تر فشار لاندې راولي.

يوه کابل مېشت یو ژورنالېست د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د ملي امنيت رياست يو ځانګړی يونټ فعال کړی، تر څو هغه نظرپوهان او خبريالان په نښه کړي، چې په رسنيو کې د حکومت پر خلاف څرګندونې کوي.

نوموړي خبريال زياته کړې، چې کوم ژورناليستان په ټلويزونونو کې د حکومت پر خلاف څرګندونې کوي، د حکومت استخباراتي کړۍ يې په مالي امکاناتو او دندې ورکولو د اخيستو هڅه کوي، خو که په دې کې بريالي نه شي، بيا يې په مرګ ګواښي.

په دغو چاودنو او مرموزو بریدونو کې تر ډېره وژل شوي خلک څوک دي؟

د ۲۰۱۸ کال په اپرېل مياشت کې خوست ولايت کې د بي بي سي خبريال احمد شاه د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو، چې هېچا يې پړه پر غاړه وانخيسته؛ خو وروسته د خوست يو شمېر خبريالانو او د احمد شاه نږدې ملګرو وويل، چې نوموړي د خوست کمپاين ضربتي ځواکونو له لوري د ملکي وژنو په اړه راپورونه خپرول او له همدې امله د یادو ځواکونو لخوا په نښه شو.

د ۲۰۱۸ کال په اپرېل مياشت کې خوست ولايت کې د بي بي سي خبريال احمد شاه د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې ووژل شو

همدارنګه د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې په کابل ښار کې د سياسي چارو کارپوه او د سولې چارو فعال وحيد مژده جومات ته پر لاره و، چې د ناڅرګندو بریدګرو له لوري و وژل شو.

په کابل ښار کې د چارو کارپوه او د سولې چارو فعال وحيد مژده جومات ته پر لاره و، چې د ناڅرګندو بریدګرو له لوري و وژل شو.

وحيد مژده د سولې فعال او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون مخالف و او تل به يې په رسنيو کې داسې څرګندونې کولې، چې د حکومت په طبيعت برابرې نه وې او ډېری حکومت پلوو فعالانو د طالبانو په پلوۍ تورناو او څو ځل يې د نيولو ګواښونه هم شوي وو.

د تیر ۲۰۲۰م کال نومبر میاشتې په اوومه نیټه کابل ښار کې د مرکزي بانک په موټر د چادنې له کبله د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو پخوانی مسؤول او د مرکزي بانک د رسنیز سلاکار یما سیاوش، ددغه بانک مرستیال اجرايي معاون احمدالله انس او د هغوی موټر چلوونکي امین الله رضايي په ګډون درې تنه ووژل شول، چې قضيه یې لاتراوسه د حکومتي چارواکو لخوا نه ده څېړل شوې ترڅو یې کورنۍ اړ شوه خپله قضیه د نړیوالو جرمونو په محکمه کې ثبت کړي.

په تېرو دوو لسيزو کې ګڼ شمېر خبريالانو د خپل ماموريت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د یما سیاوش له ترور پنځه ورځې وروسته (نومبر ۷مه/۲۰۲۰) په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي په مرموزه چاودنه کې ووژل شو؛ خو داسې ګومان کيږي، چې نوموړی د خپلو وروستيو راپورونو له امله وژل شوی، چې تر ډېره د حکومت له مطبوعاتي خپرونو سره برابر نه و.

له الياس داعي وروسته په دسمبر کې  په ننګرهار کې د انعکاس راډيو تلويزون ويانده ملاله ميوند، يوه  ورځ له يوه امنيتي چارواکي د روانو وژنو او چاودنو د مسؤوليتونو په اړه پوښتنه کوي او په سبا يې په جلال اباد ښار کې وژل کيږي، چې تر اوسه يې نه قاتلين ونيول شول او نه يې د دوسيې معلومات وشول.

د انعکاس راډيو تلويزون پخوانۍ ويانده ملاله ميوند

له دې سره همهاله د اريانا نيوز تلويزون وياند فردين اميني په خپلو وروستيو پروګروامونو کې حکومتي طرحې ننګولې، هغه يې جعلي بللې، چې بالاخره له ميوند ملالې څو ورځې وروسته په مرموز ډول ووژل شو.

د کابل پوليسو ويلي و، چې اميني ځانوژنه کړې؛ خو د هغه کورنۍ او همکارانو ويلي، چې اميني هېڅ رواني او کورنۍ ستونزه نه درلوده او تور يې پورې کړی، چې نوموړی د حکومتي کړيو له لوري وژل شوی دی.

فردین امیني
فردین امیني

د هغه کورنۍ او همکارانو ويلي، چې د فردين اميني د وژنې قضيه دې په رښتينې توګه وڅېړل شي؛ خو د امرالله صالح له هغه ګواښ وروسته چې که دا قضیه څیړل کیږي پولیس به د ښاغلي امیني د کورنۍ ټول نارینه او ښځېنه غړي د پوښتنو لپاره بندیانوي، نو د نوموړي کورنۍ د خپل «پت» ساتلو په خاطر له خپلې دعوې تیره شوه.

د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د غزني ولایت د افغان ژورناليستانو د اتحاديې مشر او د اسوشيټېډ پريس خبري اژانس خبريال رحمت الله نېکزاد د غزني ښار په دویمه امنیتي حوزه کې ووژل شو.

د افغان ژورناليستانو د اتحاديې پخوانی مشر او د اسوشيټېډ پريس خبري اژانس خبريال رحمت الله نېکزاد چې تېر کال د غزني ښار په دویمه امنیتي حوزه کې ووژل شو

حکومت د دې وژنې پړه پر طالبانو اچولې وه، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نېکزاد په وژنه خواشيني ښوولې وه او زياته کړې يې وه، چې نوموړي تل له دوی سره همکاري کړې او هېڅ ډول ستونزه يې ورسره نه درلوده.

عصمت قانع د سياسي چارو کابل مېشتی کارپوه و، چې تل په تلويزوني بحثونو او ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو پر خلاف څرګندونې کوي؛ خو دوه کاله مخکې يې، چې زوی په غزني کې نيول شوی و، ده د خپل زوی په اړه طالب مشرانو سره اړيکه نيولې وه او طالبانو ده ته په درناوي خوشې کړی و او ښاغلي قانع هم له طالبانو مننه کړې وه، چې د ده غوښتنه ومنله.

عصمت قانع

خو د ۲۰۲۰ کال په وروستيو کې يې په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي و، چې کابل ورته امن نه دی او غواړي، کندهار ته ولاړ شي او د څه مودې لپاره هلته ژوند وکړي او کندهار کې څه وخت تېرولو ورسته هند ته لاړ، چې لا هم هلته اوسيږي.

د ملي امنيت رياست پخواني وياند او همدارنګه د لغمان پخواني والي جنرال لطف الله مشعل هم تېر کال د امنيتي ګواښونو له امله له کابله د وتلو اعلان وکړ او زياته کړې يې وه، چې تر نامعلومې مودې به د هېواد په جنوبي ولايتونو کې ژوند وکړي.

لطف الله مشعل په ټلويزوني پروګرامونو حکومتي چارواکي ننګول، هغوی يې درواغجن، د سولې بهير ګډوډوونکي او د هېواد ورانوونکي يادول.

د عزيز هوتک په نوم د ژوندون تلويزون خبريال هم ويلي، چې پر حکومت د نيوکو له امله ورته د کورنۍ غړي او ملګري د احتياط کولو توصیه کوي.

د نوي ۲۰۲۱م کال په لومړۍ اونۍ کې د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې د «غور غږ» راډیو مسئول مدیر او خبریال بسم الله ایماق هم په یو هدفي برید کې ووژل شو، چې کورنۍ او خپلوان یې پړه هلته په یو سیمه ییز حکومتي چارواکي اچوي.

د چارو څارونکي وايي، حکومت د سولې له روانې پروسې نهيلی دی او پایلې يې په خپله ګټه نه بولي او په ډېرو ډګرونو کې هڅه کوي، چې دا پروسه له ننګونو او خنډونو سره مخ کړي.

داسې ګومان هم کيږي، چې د سولې خبرو په دې حساس پړاو کې د حکومت مخالفو او سوله‌ خوښو ژورنالېستانو او کارپوهانو د ترور عاملين تر ډېره هغه کړۍ دي، چې دي، په ښکاره د سولې روان بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي او نه غواړي، چې دا جګړه پای ته ورسيږي.

د بشري حقونو وروستی راپور هم تر ډېره د حکومتي چارواکو د معلوماتو او پروپاګند پر اساس جوړ شوی ښکاري، چې ښايي د وخت په راتلو يې حقیقت روښانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

When you check with the loved ones of these journalist, they would say “Nasaleh did it” but when you check with Kabul Admim they would say – no Salih is Salih he would not do this

pattang

که څوک سالم فکر ولري او خپل سالم فکر نه مرداروي نو دوی /دی باید د دوو شیانو په مقائسه، عمل، ایدیالوګي او د ژوند د مسیر په هکله سالم فکر ولري او ارزیابي یی کړي !  طالبانو مرګ او وژنه چې شرعي اساس ونلري ګناه کبیره بولي او عاملینو ته یې بې له شرط او قیده تر سبوته وروسته مجازات ورکوي . دغه عمل او کړنلارد طالبانو داسلامي امارت په وخت کې په افغانستان کې مونږ لیدل ده . اوس به راشو د ژورنالستانو او دسولې نورو مدني فعالانوته ! څوک دا وګړي وژني ؟ او بې له جنګه دغه عمل یانې کبیره ګناه په غاړه اخلي ؟؟ مالومداره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx