افغانستان

هرات: د دولتي عسکرو توپچي برید کې ۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله واووښتله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ماشومانو ته مرګ ژبله اووښتې ده.

دا پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ غرمه ۱۲ نیمې بجې د کشک کهنه ولسوالۍ په «آب ګذشت» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې دولتي عسکرو د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ وغولې.

د ځايي خلکو په خبره په دغو بریدونو کې یو کلیوال ماشوم «شهید» شوی او ۲ نور ماشومان ټپيان دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx