
امریکا: د ترکیې کنفرانس به د دوحې مذاکرات «نهايي» کړي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې تمه ده روانه میلادي میاشت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته راوبلل شي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا کنفرانس به په دوحه کې د افغان سولې د نهایي او بشپړولو هڅه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نيډ پرایس» یوې ناستې ته ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» ترکیې او سیمې ته سفر کړی دی او د افغان سولې لپاره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د راجلبولو لپاره یې هڅې کړې دي، چې له مذاکراتي لورو سره به مرسته وکړي تر څو مذاکرات چټک شي.
د نیډپرایس په خبره، خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر دوران کې د افغان سولې د خبرو په چټکولو او د ترکیې په کنفرانس کې په برخه اخیستلو ټینګار کړی.
د نوموړي په خبره، د استانبول کنفرانس به په دوحه کې د افغان سولې روان مذاکرات نهایي کړي او له افغان مذاکراتي ټيمونو سره به د خبرو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
د ترکیې ناسته چې د افغان سولې په تړاو په استانبول کې جوړېږي، تمه ده د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه ولري.
د ملګرو ملتونو، قطر، امریکا او طالبانو استازي وړمه ورځ په دوحه کې راټول شوي وو، تر څو د استانبول د ناستې اجنډا وروستۍ کړي.