افغانستانسولې اړوند خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو غږېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته ځي او هلته له ځایي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم غږېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده «ماریا زاخاروا» وایي، سرګي لاوروف به د روانې اپريل میاشتې په ۶ او ۷ نېټه په اسلام اباد کې وي او هلته به د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره د دوه اړخیزو همکاریو او له تروریزم سره د مبارزې په اړه وغږېږي.

ورته مهال یو شمېر ډيپلوماټيکو سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د ر وسي او پاکستاني چارواکو تر منځ لیدنو کې به یوه مهمه موضوع د افغان سولې روانې خبرې وي.

سرګي لاوروف به تر اسلام اباد وړاندې نوي ډيلي ته ولاړ شي او هلته به د هند له چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پروسې په اړه هم بحثونه ولري.

هندي رسنۍ وایي، روسي چارواکي به  هڅه کوي د افغان سولې په تړاو د هند اندېښنې لیري کړي.

روسي چارواکې داسې مهال په اسلام اباد کې  د افغان سولې په تړاو بحثونه کوي، چې امریکا هم په دې برخه کې هڅې  چټکې کړې دي او د ترکیې په استانبول کې يې د یوه کنفرانس د رابللو وړاندیز  کړی، چې د طالبانو  او حکومت د استازو تر څنګ به ښايي د روسیې، پاکستان، هند او چین استازي هم برخه پکې ولري.

روسيې په بیا، بیا په منځني ختیځ او افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور په پای ته رسولو ټینګار کړی او امریکایي لوری یې له طالبانو سره په کړې هوکړه عمل کولو ته رابللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx