شعـــــرونه

شهيد منار/ ابو احسان عامر

ابو احسان عامر

لونګ دي که زلمي د جنګ قطار کوي خوشبو
د پلو نښې یې پاتي پر دې لار کوي خوشبو

د مینې او ایثار یو لوی جهان دلته ویده دی
چې اوس یې خړې خاورې د مزار کوي خوشبو

يوه شهيد طالب پرې اخیري سلګۍ وهلې
په وينو ګلګون کاڼې لکه یار کوي خوشبو

دا زړۀ د خدای د پاکې مينې کور وو چې ټوټې يې.
وريتې شوې د بارودو په انګار کوي خوشبو

وسیوري ته یې زما د سترګو تور ګړی دمه وو
دا ځکه د بر کلي دنګ چنار کوي خوشبو

قرآن، مسجد امام او زده کوونکي شهيدان دي
محراب په وينو سور شهيد منار کوي خوشبو

خلیل د زمانې ترې د بري ګلونه وړي
سکروټې او انګار لکه نګار کوي خوشبو

عامره! چې پر پلونو د خبیب یو ورختلي
نو خود به تر قیامته هغه دار کوي خوشبو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x