ټولنیزه برخه

وا خلکو د توبې دروازې مه بندوئ!

انس حقاني

پر شریعت عمل د ټولو ستونزو حل دی. حضرت مجدد الف ثاني ـ رحمه الله ـ وایي، شریعت د دنیا او اخرت د سعادت ضامن دی. یعنې که څوک پر شریعت عمل کوي، هغه د دنیا او اخرت سعادت خامخا ګټي. زموږ لپاره  ښه نمونه (اسوة حسنة) پیغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه اصحاب ـ رضی الله عنهم ـ دي.
مونږ د ژوند د هر څه لپاره یو مثال په دوی کې  موندلی شو. د دوی د نقش قدم پیروي د هر چا لپاره سعادت دی. که چېرې یو څوک د دغو لویانو د پیروۍ دعوه هم کوي او عمل بیا د هغه خلاف کوي، نو هغه به ضرور د ژوند په ازموینه کې ناکامیږي او په خپلو اعمالو به پښېمانیږي.

خبره مې دا کوله چې دا څو ورځې اورم او وینم چې سید رسول مظهري صاحب د انساني فطرتي ضعف له مخې پېښې شوې تېروتنې له امله مسلمانانو دومره تر سختو نیوکو او د بد چلند تر ګوزارونو لاندې نیولی دی، چې خدای خبر اوس به یې په زړه کې د اسلام او مسلمانانو سره میلان کوم حد ته رسېدلی وي؟

تر څومره چې زه پوهیږم دا تعامل د مسلمانانو د ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو رضی الله عنهم له تګلارې سره مخالف دی.  حیران یم چې څنګه د اسلامیت له دعوې سره سره یو څوک  داسې تعامل  اختیاروي؟ په هره زمانه کې د یو څو نفرو د داسې کارونو له امله د دین  بدنامي شوې ده،  نو فکر پکار دی هسې نه سپېڅلی دین ستاسو د غیر مناسبو کړنو له امله بدنام شي.

کله چې د خیبر د غزا بیرغ پیغمبر صلی الله عليه وسلم حضرت علي ـ رضی الله عنه ـ ته وسپارلو او بیا یې څو توصیې ورته وکړې، نو دا یې هم ورته وویل: که چېرې الله تعالی ستا په وسیله یو ګمراه انسان ته هدایت وکړي، دا ستا لپاره له سرو اوښانو غوره دی یعني دا یو لوی سعادت دی: وعَنْ سَهْلِ بن سعدٍ أنَّ النَّبيَّ ﷺ قَالَ لِعَليًّ: “فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلًا واحِدًا خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم”. متفقٌ عليهِ

زه وایم پهلوان هغه نه دی چې یوازې (حربي) کافران وژلی شي، بلکې پهلوان هغه دی چې ګمراهان او کاږه خلک په نبوي اخلاقو سمې او د هدایت لارې ته راولي.

أی د خدای بندګانو!

مظهري صاحب (وعلی هذا القیاس) به یوه تېروتنه کړې وي، خو د کفر اقرار یې نه دی کړی، مرتد شوی نه دی، بلکې اوس هم د اسلام دعوه کوي او مخکې هم مسلمان و، او که مرتد شوي هم وای نو بیا هم اسلام د هغې پر مخ د توبې دروازه نه ده بنده کړي.

راځئ تاسو ته په دې اړه  بل مثال ووایم.

د مکې مکرمې له فتحې وړاندې د عثمان رضي الله عنه د تره زوی، عبدالله بن ابي السرح مرتد شو ـ معاذالله ـ د مکې د فتحې په ورځ پیغمبر صلی الله عليه وسلم د هغه د قتل امر هم وکړ؛ خو عثمان رضی الله عنه، د هغه سفارش وکړ. پیغمبر صلی الله عليه وسلم، هغه قبول کړ. هغه بیرته ایمان راوړ مسلمان شو او بیا تاسو تاریخ مطالعه کړئ، وبه ګورئ چې د عثمان رضی الله عنه په خلافت کې هغه د مسلمانانو څومره لوی فاتح امام شو.

ګورئ هغه مرتد شوی و، خو د نبوي عفوې او اخلاقو له امله وروسته د مسلمانانو په لویو تاریخي سالارانو کې شمار شو.

یو مرتد بېرته مسلمان کېدلی شي او بیا دومره عظیم شخصیت ترې جوړېدلی شي! زه نه پوهیږم چې اوس ولې دا ظرفیت په ځینو مسلمانانو کې نه شته چې له یوه تېروتي  مسلمان ورور سره د خپلو اسلافو په څېر تعامل نه شي کولی.

الله تعالی د توبې دروازه تر هغې شېبې پرانیستې پرېښې ده چې لمر له ختیځ پر ځای له لوېدیځه راپورته شي. نو تاسې ولې د خلکو پر مخ د توبې دروازې بندوئ ؟

د هغه بل بدري صحابي حاطب بن ابي بلتعه رضي الله عنه کیسه به مو هم اورېدلي وي چې د خپلې کورنۍ له وېرې یې مشرکینو ته پټ خط ولېږلو او د مسلمانانو راز یې ورته لیکلی و، خو هغه کیسه افشا شوه. همدغه صحابي په خپله تېروتنه اعتراف هم وکړ. عمر رضی الله عنه یې د قتل کولو نظر وړاندې کړ، خو نبي عليه السلام رد کړ او خلکو ته یې توصیه وکړه چې دا بدري دی او څه پوهېږئ، چې بدريانو کې څومره خير دی!

داسې ډېر مثالونه شته، الله تعالی د همدې لپاره په هغو خلکو کې داسې پېښې را ښکاره کړې چې مونږ تاسې ټول امت ته  ښه نمونه وګرځي.

ایا موږ او تاسې له هغو لویو هستیو د دین کلک پیروان یو؟!

ایا موږ او تاسې له هغوی ډېر پر دین خبر یو؟!

لږ تر لږه خو د امیر المومنین حفظه الله، د عفوې فرمان یو ځل بیا ولولئ امیرالمومنین حفظه الله څومره لوی ګام اخیستی او عامه عفوه یې اعلان کړي ده. اوس که چېرې یو څوک د هغه اطاعت واجب ګڼي او امیر یې بولي نو بیا ستاسو دا کردار اطاعت نه، بلکې معصیت دی ګناه ده.

نو پاملرنه پکار ده!

شریعت موږ ته امر کړی دی چې ګمراه او کافر دین ته رادعوت کړئ او د هدایت لوري ته یې را وبولئ. داسې یې نه دي ویلي چې مسلمان کافر او فاسق کړئ.

له خدایه وېره په کار ده. خلک کفر ته مه مجبوروئ. یو څوک چې رجوع کوي، خپله غېږه ورته پرانيزئ، په ښو اخلاقو یې هرکلی کوئ، چا ته په تېر عمر پیغور مه ورکوئ.

د ښې مسلمانۍ نښه دا نه ده چې حتماً سختي وکړو، بلکې د عفوې فضائل زموږ په تاریخي مثالونو کې ډېر راغلي دي. د ښې مسلمانۍ نښه دا هم ده چې د قدرت په اوج کې سړی ګناه ګار ته عفوه وکړې او هغه د هدایت خواته دعوت کړې او دروازه پرې بنده نه کړې. د ایمان لوړه درجه دا ده چې پر خلکو د سختۍ پر ځای اساني راولئ. د دین دعاتو تل همدا کړي.

موږ او تاسې په ظاهر مکلف یو، د زړونو علم له “علیم بذات الصدور” سره دی.

ستاسو پهلواني به هلته د ستایلو وړ وي چې د يو چا له مراجعې، په تېروتنو له اعتراف او تاسو سره د یو ځای کېدلو له غوښتنې مخکې تاسې ورپسې شله شئ او تر هغه پورې یې دین ته دعوت کړئ، چې راشي او درسره ملګری شي.

دا کوم کمال نه دی چې خپله یو څوک درته راشي، بلکې دا کمال دی چې ته یو کوږ سم کړې او سم کوږ نه کړې.

الله تعالی د حق خبرې په اړه حياء نه خوښوي، مونږ ته دین معتبر دی، هر څوک چې له دین څخه خلاف عمل کوي، هر څوک چې مسلمانان کفر، فسق، فجور او ګمراهۍ ته هڅوي؛ که هغه کشر وي او که مشر وي، موږ د هغه له دې کار څخه بېزاره یو او په صراحت سره وایم چې دا غلط کار کوي.

یاالله موږ ته همېشه پر دین استقامت راکړه او همېشه مو پر حق قایم ولره!

امین

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omair mustafa

Ma shah Allah behtareen mazmoon wo aw da tol halat d elm d kami pa waja makhta razi

عبدالحلیم کندهاری

ډیره مننه انس حقاني صاحب، الله تعالی دي اجر درکړي. نن سبا په اسلامي امارت کې دا مشکل ډیر زیات سوی دی کوم ته چې تاسو اشاره وکړه. په نه خبره د سړي څخه کافر او جاسوس جوړوي. ددې پر ځای چې خلک خپل صف ته دعوت کړي، له خپله صفه خلک خفه کوي او هغوی بی سرنوشته د خپلو دښمنانو په لاس ورکوي دا بیا د هغو په ایمان په اړه لري چې د دښمن په لاس لوبیږي او که بیخي کناره کشي اختیاروي. خصوصا دا د ټولنیزو پاڼو فعالان چې پر امارت پوري حساب دي، دا خو که… نور لوستل »

غوربندي

په ځوانی، ګوتو، قلم او عمر کې مو الله تعالی برکت کېږده حقاني صاحب،،،
آمین

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x