ورزش

کرکټ: پاکستان سویلي افریقا ته له جالبې لوبې وروسته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د درې پنځوس اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه کې د بابر اعظم په زړه پورې سلیزې سره پاکستان له جالبې لوبې وروسته د ۳ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

په وروستي اور کې پاکستان درې منډو ته اړتیا درلوده چې په لومړي توپ لوبغاړی وسوځېد، درې پرلپسې توپونه فهیم اشرف میس کړل او په وروستیو دوه توپونو یې درې منډې وکړې چې په بریا ترلاسه کولو وتوانېدل.

دغه لوبه کې چې د سویلي افریقا په کوربه توب ترسره شوه، بابر اعظم پچه وګټله او سویلي افریقا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، دوی لومړۍ څلور ویکټې د ۵۵ منډو په سوځېدلو له لاسه ورکړې، خو وروسته رسي وندر دوسن او دیوید میلر ۱۱۶ منډې ملګرتیا وکړه. په دې سره یې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۳ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا له لوري وندر دوسن ۱۲۳ ناسوځېدلې، دیوید میلر ۵۰ او اندیل پیهلوک وایو ۲۹ زیاتې منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري شاهین افریدي او حارث رؤوف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د لومړۍ ویکټې له لاسه ورکولو وروسته پاکستان د بابر اعظم او امام الحق په مرسته سوکه خو اوږده ملګرتیا وکړه، بابر اعظم خپله ۱۳مه سلیزه وکړه او امام الحق ۷۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان بابر اعظم په داسې حال کې له لاسه ورکړ چې په ۳۲ اورونو کې یې ۱۸۶ منډې جوړې کړې وې او یوازې ۸۸ منډو ته اړتیا درلوده، په داسې حال کې يې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او لوبه سخت حالت ته ورسېده.

خو په وروستیو کې د محمد رضوان ۴۰ او شاداب خان ۳۳ منډو په وروستي توپ پاکستان ته د ۳ ویکټو په توپیر بریا ورکړه.

د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم چې ۱۷ څلوریزې یې وهلي او په ۱۰۴ توپونو یې ۱۰۳ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه د اپریل په ۴مه نېټه په جوهانسبرګ کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x