افغانستان

هلمند کې د ماین چاودنې له امله ۶ سرحدي پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي وايي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د ماین دغه چاودنه نن د جمعې په ورځ له غرمې وړاندې د لښګرګاه اړوند «چهارګل» پمپ ته څېرمه په هغه «ویټز» موټر ترسره شوې، چې د څلورمې سرحدي لوا پولیس په کې سپاره وو.

په دغه چاودنه کې په نښه شوی موټر ویجاړ شوی او ۶ تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاء الله افغان وژل شوي کسان ملکیان بللي وو؛ خو سیمه ییزو امنیتي مسئولینو بیا په پېښه کې د سرحدي پولیسو د وژلو پخلی کړی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکر او پولیس د خپلو اکمالاتو او تګ راتګ پرمهال د طالبانو د بریدونو له ویرې ملکي موټرونو څخه استفاده کوي او ځینې ځایونو کې ملکي وګړي په خپلو موټرونو کې سپروي، ترڅو طالبان ورباندې برید ونه کړي.

درې ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د نور رحمن تسل په نوم هغه ښوونکی د خلکو ترمخه «شهید» کړ، چې عسکرو سره د هغوی تر پوستې له تللو څخه انکار کړی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx