نړۍ

تایوان: د ریل ګاډي پېښه کې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): په تایوان هېواد کې یو اورګاډی د ټکر وروسته له پټلۍ وتلی چې په کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپيان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، په دغه ریل ګاډي کې چې ۵۰۰ کسانو په کې سفر کوه، لومړی ټکر شوی او بیا د تونل په داخل کې له پټلۍ پریوتی چې مرستندویانو ته د ایسار شویو کسانو راویستل هم ستونزمن شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه پېښه د تایوان په ختیځ ساحلي ښار هووالین ته نږدې رامنځته شوې ده، او د بیړنیو مرستندویانو عمله هڅه کوي د ریل ګاډي هغو څلورو خونو ته ځان ورسوي چې سخت زیانمن شوي او خلک په کې ایسار دي.

People walk next to a train which derailed in a tunnel north of Hualien, Taiwan April 2, 2021, in this handout image provided by Taiwan's National Fire Agency. Taiwan's National Fire Agency/Handout via REUTERS

دغه ریل ګاډی له پلازمینې تایپې څخه د تایوان جنوب ختیځ ښار تایتونګ ته روان و چې له پېښې سره مخامخ شو.

په تایوان کې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوي چې تر ټولو نږدې په ۲۰۱۸م کال کې د ریل ګاډي په پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي وو.

Rescuers work at the site of a deadly train derailment, that happened in a tunnel north of Hualien, Taiwan April 2, 2021. REUTERS/Ann Wang

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx