افغانستان

هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ میرمنې ټپیانې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په یوې بمي چاودنه کې چې د ملکي خلکو په موټر ترسره شوې، لږ تر لږه اووه میرمنې ټپیانې شوې دي.

دا چاودنه نن د جمعې په ورځ سهار اته بجې د کشک کنه ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملکي خلکو په یو فلاینګ کوچ موټر ترسره شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په دغه پېښه کې اووه میرمنې ټپیانې شوي، چې درې ټپیانې ددې ولایت حوزوي روغتون او پاتې نورې د ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پنجشنبې په ورځ هم د یادې ولسوالۍ په «آب ګذشت» سیمه کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو یو ماشوم «شهید» او دوه نور ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx