روغتیا

هېواد کې د کرونا دریمه څپه، روغتیا وزارت وایي مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې د کرونا ویروس د دریمې څپې په خپریدو سره د مثبتو پېښو کچه مخ پر زیاتېدو ده.

د روغتیا وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي، تر دې مهاله د کرونا ویروس د دریمې څپې ۱۸ سیمپلونه اخیستل شوي چې له مخې يې ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د نوې څپې د خپرېدو اندېښنې داسې مهال راپورته کیږي چې دا څپه د افغانستان او سیمې په ګاونډیو هېوادونو کې په پراخه کچه د خپریدو په حال کې ده.

ورته مهال د افغان-جاپان روغتون چارواکي چې د کرونا ویروس د درملنې مرکز لري، په دغه روغتون کې د کرونا ناروغانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې هره ورځ ورته شاوخوا ۵۰ تنه د کرونا ویروس د تشخیص لپاره راځي.

د راپورونو له مخې، د یاد روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې یو ځل بیا د کوویډ-۱۹ ناروغانو په شمېر کې ډيروالی راغلی، چې زیاتره یې ساه لنډي لري او نور روغتیایي وضعیت یې هم د اندېښنې وړ ښودل کیږي.

د افغان-جاپان روغتون چارواکي وایي، دوی ته ورغلي په کرونا اخته کسانو کې د دریمې څپې نښې دي چې زیاتره یې د ختیځو ولایتونو څخه دي کوم چې له پاکستان سره زیاته راشه درشه لري.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د کرونا دریمه څپه په چټکۍ خپریږي او نږدې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ کسان پر دغې ناروغۍ اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو څلورویشت ساعتونو کې ۵۵ کسان د کرونا پر لومړنۍ بڼه اخته شوي او ۶ کسان مړه شوي دي.

روغتیایي چارواکي افغانستان کې له ۵۰ کلنۍ پورته کسان د ژر تر ژره واکسینولو غوښتنه کوي، په وینا یې په دې سره به د دریمې څپې څخه د وژونکي حالت مخه ونېول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x