نړۍ

خیبر ایجنسي: له فوځی عملیاتو څخه وړاندی ۱۸ زره کسانو سیمه پريښوده

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۵) دوی ورځي وړاندي پاکستاني فوځی چارواکوخبر ورکړی وو، چی ځواکونه به یی دخیبرپښتونخوا ایالت خیبرایجنسي کی دوسلوالو په وړاندي عملیاتو باندی لاس پوري کوي، اوپه سیمه کی یی ددي ځای اوسیدونکو خلګو ته ویلی وو چی  دعملیاتو له پیل کیدو څخه مخکی باید سیمه خوشي کړی.

سرچینی وایی ددغه خبرله خپریدو سره سمدستی دسیمي خلګو په کډه کولو اوسیمه پریښودلو باندی پيل وکړ، دملګرو دخیبر پښتونخوا دیالتی حکومت چارواکی  وایی تراوسه پوري له دغه ځایه څخه تر ۱۸۰۰۰ پوری کسانو خوندي ځایونوته کډي کړي دي

چی ډیري کسان یی پیښورکی دجلوزو په پنډغالی کی ځای پرځای شوی دی، اونور دپیښور او ددغه ښار په شاواوخواکی دخپلو خپلوانو او دوستانو وکورونو ته ورغلي دي.

دافتونو په وړاندي دمبارزي داداري مدیر عدنان خان له خبري رسنیوسره دخبرو پروخت وویل دغه اداره به وبی ځایه شویو کسانو ته د ۱۵ ورځو لپاره دخوړولو اونور د اړتیا وړ توکی برابرکړي.

په سیمه کی دملګروملتونو دکډوالو داداري مسؤلی میرمن دنیا اسلم خان وویل دملګروملتونو له لوري دبی ځایه شویو کورنیو دشمیری پخلي شوی دي، خو بی ځایه شوی کورنی دومره نه ده لکه څومره چی اړونده چارواکی دهغو شمیره یادوي، نوموړی زیاته کړه دبی ځایه شویو کورنیو شمیره دهغوکسانو له لوري زیاته ښودل کیږي څوک چی غواړي وددغو کسانو لپاره دخورک اونور داړتیا وړ موادو څخه استفاده وکړي.

دنیا اسلم خان وویل، کیدای شي په دقیقه سرشمیرنه سره دبی ځایه شویو خلګو تعداد ۱۰٪ راکښته شي، ځکه ډیر داسي کسان شته چی دموادو ترلاسه کولو لپاره یی ځانونه دبی ځایوشوی کسانو په لیکو کي داخل کړی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x