افغانستان

د کابل ـ کندهار لویې لارې پولیسو داځل په زابل کې یو «بزګر» په «شهادت» رسولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): پر موټر چلوونکو او مسافرو له ډزو او باج اخیستلو وروسته داځل د کابل ـ کندهار لویې لارې پولیسو د زابل ولایت په مربوطاتو کې یو «بزګر» په ډزو ویشتلی او «شهید» کړی دی.

د سیمې خلک وايي، د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د مرکز کلات اړوند «نورک» کلي اوسېدونکی حکیم الله له خپلې کروندې څخه د کور په طرف روان ؤ، چې د «نورک» د شاهراه پولیسو ورباندې ډزې وکړې او ځای پرځای یې په «شهادت» ورسولو.

ځايي خلکو چې د نوموړي جسد له ځان سره اخیستی ؤ او د اعتراض په ډول یې د کابل ـ کندهار لویه لار د څو ساعتونو لپاره تړلې وه، ددې پېښې د عاملینو د نیولو او د یادې پوستې د پولیسو د لرې کولو غوښتنه یې کوله.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل ـ کندهار لویې لارې پولیس په ولسي خلکو او مسافرو ډزې کوي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې په تیرو څو کلونو کې د دې لویې لارې پولیسو په مختلفو سیمو کې د پیسو نه ورکولو له کبله په موټر چلوونکو او مسافرو او آن په نه خبره په عامو خلکو ډزې کړي او ګڼو کسانو ته یې ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تیره اونۍ هم د زابل مرکز کلات اړوند نورک پوستې پولیسو یو موټر چلوونکی له دې کبله «شهید» کړ چې یادې پوستې ته یې د ناقانونه پیسو له ورکولو څخه انکار وکړ.

که څه هم هغه مهال د موټر چلوونکو له اعتراض وروسته کورنیو چارو وزارت ژمنه وکړه، چې دغه پېښه به په جدي ډول څیړي او د لویې لارې پر سر له موټر چلوونکو او مسافرو سره «ظلم» کوونکي پولیس به تر قانوني تعقیب لاندې راولي؛ خو له هغې پېښې یوه اونۍ وروسته دادی د نوموړې پوستې پولیسو یوځل بیا ملکي کس په ډزو ویشتلی او «شهید» کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx