نړۍ

د امريکايي کانګريس پر ودانۍ برید کې يو پوليس افسر او بریدګر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو پلازمېنې واشنګټن کې پوليس وايي، يوه بریدګر د کانګريس امنيتي ديوال سره پر پوليسو موټر خېژولی، چې پر مهال يې يو پوليس افسر وژل شوی او وروسته بریدګر له چړې سره د نورو پوليسو پر لور روان و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

د کانګریس ساتنې د پوليسو مشرې يوګاناندا پيتمان ويلي، چې بریدګر خپل موټر پر پوليسو وخېژاو، چې پر مهال يو پولیس ووژل شو او بل ټپي دی.

نوموړې ويلي، چې بریدګر وروسته له موټره ښکته شو او له چړې سره د پوليسو پر لور روان و، چې امنيتي ځواکونو پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

د پولیسو يوه مشر روبرټ کونتي ويلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

د پېښې له ځايه خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې پوځي چورلکې فضايي څارنه کوي، پوليس دوه تنه په امبولانس کې اچوي او خلکو ته ويل کيږي، چې د ځان خونديتوب په موخه له سيمې ووځي.

د امريکا د ملي ګارډ ځواکونو او د کانګريس ساتونکو پولیسو ټوله سيمه کلابنده کړې ده.

عيني شاهدان وايي، بریدګر، غوښتل، چې له امنيتي خنډونو واوړي او هغه ځای ته ځان ورسوي، له کومې لارې، چې هره ورځ د کانګريس غړي او کار کوونکي تېريږي، خو په دې ورځ د کانګريس رخصت و او يوازې د رسنيو څو استازي او د کانګريس يو شمېر غړي راغلي وو.

د روان کال د جنورۍ په شپږمه، چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ زرګونو پلويانو د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو نه منلو په غبرګون کې د کانګريس پر ودانۍ برید کړی و، تر هغه وروسته د کانګريس امنيتي چارې سختې شوي، خو په دې وروستيو کې ځينې امنيتي خنډونه لرې کړی شوي وو، خو بيا هم د کانګريس ودانۍ امنيت په بې ساري توګه قوي ساتل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx