افغانستان

کمانډو عسکرو داځل په بلخ ولایت کې لسګونه ملکي «وګړي» بندیان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ‍۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې کمانډو عسکرو د شپنیو عملیاتو پرمهال لسګونه ملکي وګړي بندیان کړي او د ګڼو کورونو دروازې یې به بمونو الوزولي دي.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې تیره شپه د چهاربولک ولسوالۍ په «ګورتېپه» سیمه کې کمانډو عسکرو د پولیسو د ځانګړې قطعې په ملتیا ددوی په کورونو چاپه وهلې، د ګڼو کورونو دروازې یې په بمونو الوزولي او د تلاشۍ په «پلمه» یې له خلکو نقدې پیسې او قیمتي توکي غلا کړي دي.

د خلکو په خبره دولتي عسکرو په دغه مهال یو شمېر ملکیان په خپلو کورونو کې «شکنجه» او وهلي ټکولي او ۳۲ تنه نور چې زیاتره یې ځوانان دي، له ځانونو سره د بندیانو په توګه وړي دي.

د چهاربولک ولسوالۍ سربیره د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي چې له تیرو درې شپو راهیسې کمانډو عسکر او پولیس د دوی په کورونو د شپې لخوا عملیات کوي، د کورونو دروازې ور ماتوي او خلک په نیمه شپه له خوبه راویښوي او ځوروي.

دوی وايي، که چیرې کوم کس ددغو عسکرو له کړنو څخه شکایت کوي او یاهم نیوکه ورباندې کوي، هغه کس بیا د طالب په نوم بندي کوي.

د چمتال ولسوالۍ «جوی شیر» سیمې د خلکو په خبره په تیرو درې شپو کې یوازې ددوی له کلي څخه ۶ تنه چې ځوانان او سپین ږیري هم په کې شامل دي د یادو ځواکونو لخوا بندیان شوي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې کمانډو عسکرو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د ملکي خلکو په کورونو د تصفیوي عملیاتو په «پلمه» چاپې او شپني عملیات زیات کړي، چې له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ «روانې» ناروغۍ هم پیدا شوي دي.

تیره اونۍ د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د امریکايي استخباراتو (سي آی اې) قراردادي ملیشو ضربتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او دوکانونو د عملیاتو پرمهال ۲۰ ملکيان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو په «شهادت» رسولي او لسګونه نور یې ټپیان کړي وو، کومه پېښه چې په پراخه کچه وغندل شوه د څېړلو غوښتنه یې هم وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx