افغانستان

کمانډو عسکرو په بغلان کې یو ملکي کس په «شهادت» رسولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ‍۱۴۰۰ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې کمانډو عسکرو د «چاپې» پرمهال یو ولسي وګړی په ډزو سره «شهید» کړی دی.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ «ګرداب» سیمې خلک شکایت کوي چې د پولیسو ځانګړې قطعې(قطعه خاص) عسکرو پرون شپه ددوی په کورونو شپني عملیات کړي، کورونه یې تلاشي کړي او خلک یې سخت ویرولي او ترهولي دي.

په دغه مهال د حیات الله په نوم یو ملکي کس چې د کمانډو عسکرو په ناوړه چلند څخه یې شکایت کړی، د یادو عسکرو لخوا په خپل کور کې ځای پرځای «شهید» کړی شوی دی.

ویل کیږي چې کمانډو عسکرو ددې ترڅنګ د خلکو ګڼ موټر سیکلونه او موټر هم سوځولي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې کمانډو عسکرو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د ملکي خلکو په کورونو د تصفیوي عملیاتو په «پلمه» چاپې او شپني عملیات زیات کړي، چې له امله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ «روانې» ناروغۍ هم پیدا شوي دي.

تیره اونۍ د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د امریکايي استخباراتو (سي آی اې) قراردادي ملیشو ضربتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او دوکانونو د عملیاتو پرمهال ۲۰ ملکيان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو په «شهادت» رسولي او لسګونه نور یې ټپیان کړي وو، کومه پېښه چې په پراخه کچه وغندل شوه د څېړلو غوښتنه یې هم وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې اونۍ راپدیخوا د بغلان څنګلوري ولایت بلخ کې هم کمانډو عسکرو د خلکو په کورونو شپني عملیات او چاپې زیاتې کړي، چې د خلکو د ځورولو او د هغوی د مالونو د «غلا» کولو ترڅنګ یې په لسګونو ملکیان بندیان کړي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx