افغانستان

«حکومت په تېرو دوو اونیو کې ۱۶۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، دولتي‌ ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه ولسي وګړي‌ مړه او ټپیان شوي‌ او ګڼ کورونه تخریب شوي دي.

د طالبانو له رسمي ادرس‌ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابل حکومت او بهرنیو ملاتړو یې په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په پنځلس ولایتونو کې په بازارونو او د ملکي وګړو پر کورونو ۵۲ لوی او واړه هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې له امله یې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون «زموږ ۹۴ تنه هیوادوال شهیدان، ۶۷ تنه نور ټپيان او ۵۳ تنه له خپلو کورونو را ایستل شوي او زندان ته اچول شوي دي.»

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دغو بریدونو کې د ملکي خلکو ۱۱۱ بابه کورونه، ۱ باب مسجد، ۱ باب کلینیک، او۳۹ بابه دوکانونه په بمبارونو، توغندویزو بریدونو او انفجارونو کې نړیدلي او د عامو خلکو ۱۴ عراده جات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د ولسي وګړو وژل «بشري جنایت» بللی او د انساني حقونو پر نړیوالو ټولنو یې غږ کړی، چې په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي‌ او «د کابل ادارې او نورو بهرنیو ملاتړو د وحشتونو غندنه وکړي.»

د حکومت په بریدونو کې د لسګونو ولسي وګړو د وژل کېدو راپورونه داسې مهال دي، چې د افغان سولې لپاره هڅې چټکې شوې دي او روانه میلادي میاشت ښايي په ترکیه کې په همدې تړاو یوه مهمه ناسته راوبلل شي.

تېره اوونۍ هم د خوست کمپاین عسکرو د یاد ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر کورونو عملیات کړي و، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شلو پورې کسان وژل شوي‌ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x