دیني، سیرت او تاریخ

د امام بخاري یوه نادره کیسه

حامد افغان

امام بخاري رحمه الله د حدیثو د زده کړي لپاره د بحر له لاري کشتۍ کې په سفر روان و، له ده سره زر دیناره ( تقریبا 680000 سعودي ریاله) په یوه کڅوره کې پراته و، د کشتۍ له عملې یو کس له ده سره شناخته شو، دې کس له ده سره زیاته مینه کوله او د ده به یې خورا زیات خدمت کاوه او له ده سره به یې مجلسونه او بانډارونه کول، دې مجلسونو  کې یوه ورځ امام بخاري رحمه الله د خپلو زرو دینارو هم ورته وویل چې ورسره دي.

یو سهار د امام بخاري دا د څو ورځو ملګری چې سهار راپاڅید نو په چیغو او نارو سورو یې پیل وکړ، بد حال یې جوړ کړ، جامې یې څیرلي او سخت پریاد یې کاوه، خلک ورټول شول او ویې پوښتی، ده ورته وویل: یوه کڅوړه کې مې زر دیناره راسره لرل هغه ورک شوي او چا رانه غلا کړي دي، خلکو د کشتۍ د سپرلیو پلټنه او تالاشي پیل کړه، دې وخت کې امام بخاري رحمه الله خپل زر دیناره اوبو ته وغورځول، کله چې د تالاشي خلک ورته راورسیدل ده سره یې هم هیڅ شی ونه وموندل.  خلکو چې تالاشي مکمله کړه او هیڅ یې پیدا نه کړل هغه سړی یې سخت سپک او ورټی.

کله چې کشتۍ خپل ځای ته ورسیدله او خلک کوز شول هغه سړي له امام بخاري رحمه الله نه پوښتنه وکړه چې هغه د زرو دینارو کڅوړه دې څه کړله؟! ده ورته وویل: هغه مې بحر ته وغورځوله، سړي ورته وویل: د دومره مال په ضایع کیدلو او له لاسه وتلو  څنګه صبر کوې؟!! امام ورته وویل: جاهله! ما ټول ژوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو په جمعه کولو کې تېر کړی دی، ټول خلک پر ما باور کوي، زه یې په ثقه توب او کره توب سره منلی یم، نو دا درنه پانګه ( الثقة والعدالة) د څو دینارونو د غلا په تور ولې ضایع کړم.

(سيرة الإمام البخاري لـ عبد السلام المبارکفوري ج 1 ،ص 122-123)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب سلامونه اونیکی هیلی ! بس د ژمنی لمر په شان کله کله راښکاره شی ، څو چه یی له ښکلو پلوښو ګټه اخلو بیا وریځ رامخی ته شوی او د لمړ مخ پت کړی نو حامد افغان صاحب هم د ژمی د لمړ په شان کله کله راښکاره کیږی مګر یو څه چه موږ ته ډاډ او زیری راکوی چه دی روغ رمټ ، ژوندی او ګړندی دی . په موږ ګران یی حامد افغان صاحب او ستاسی لیکنی ډیری ښکلی او پرمعنی او پر ماهیته دی الله ج دی اجرونه درکړی په موږ ګران یاست الله… نور لوستل »

Omair mustafa

Articles written by Hamid Afghan are absolutely superb . Can’t stop reading them . JazakAllah respects brother

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx