نظــر

ارګون او غزه

په دې لویه اوارته نړی  کې  اوس د مسلمانانو لپاره د اوسیدو حق نشته، هر چیرته، په هر لویه وچه، په  هر هیواد او هره سیمه کې  د مسلمانانو پرضد وحشتونه  او دهشتونه ورځنې معمول  جوړ شوې دی، کله  پرې د وخت د زبر ځواکونو لخوا د بمونو او اورونو باران وي، او کله پرې د مرتدینو او منافقینو لخوا ځمکه سره تبئ شي؛ کله  له خپلو کلیو او کورونو شړل کیږي او کله یې بیا مال او ناموس لوټ او تالا شي، غرض دا چې  د اسلامي امت  پر وړاندې  دجالي میشن په پوره  شور او زور سره دوام لري؛ هره ورځ  د تلویزیونونو، راډيو ګانو او ورځپاڼو خبری برخې  د اسلامي امت پر وړاندې  په ظلمونو او وحشتونو تورې وي خو خبره دلته  د تعجب او خفګان وړ ده چې  نړیوالې ر سنۍ  په بشپړ ډول د امریکايي ښکیلاک  د ګټو لپاره استخدام شوي، که نن ورځ  هر چیرته او په هره سیمه کې  مسلمانان په شهادت رسیږي  دجالي رسنۍ  ورته د جواز بر ابرولو پوره هڅه کوي، که نور هيڅ و نه شي، د تروریزم او سخت دریځۍ  ټاپې  هم کار ورنکړي نو بیا يې ښه لاره دا ټاکلې  چې ووايي: دا کار (دمسلمانانو ټولوژنه)د سخت دریځه اسلامپالو(مجاهدینو) لخوا ترسره شوې دی!!

که له خوا فلسطین په سرو وینو کې لت پت دی، لا مو د فلسطینیانو په په ویر کې اوښکې وچې شوې نه دي چې دلته بیا د مسلمان په جامه کې یهودیانو زموږ د هیواد معصوم او بې ګناه ولسي خلک د ویر او ماتم په ټغر کینول، میندې یې بورې کړی، خویندې یې بې ورونو او ماشومان یې یتیمان کړل، هو که په غزه کې د یهودي داړه مارانو هوايي بمبار زموږ معصومې خویندې میندې راشهیدانوي، ګلالي او تنکی ماشومانو مو رانه اخلي، ځوانان او سپين ګیري مو په سرو وینو کې لمبوي نو له بلې خوا زموږ هیواد میشتي یهودیان هم تر هغوی کم نه دي، څومره سره ورته خبره ده وګورئ: فلسطیني مجاهدینو درې یهودیان و تښتول و یې وژل او په بدل کې يې یهودیانو د فلسطین د مسلمانانو کلي او کورونه په بل مخ واړول، شاوخوا ۲۰۰ تنه فلسطینیان یې شهیدان او له ۱۲۰۰ تنو پورته یې زخمیان کړل، خو دلته په افغانستان کې بیا یو اربکې قوماندان(عزیزالله) د مجاهدینو په برید کې ټپي شو نو نن یې د هغه په انتقام کې د پکتیکا ولایت د ارګون بې ګناه ولسي وګړي په سرو وینو کې ولمبول، په دې حقه روژه  کې يې زموږ دهیوادوالو لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کینولې، مطلب دا چې  اسرائيلي یهودیانو دلته هم خپل د زړه بړاس وویست، شاید اسرائیلو ته دې خبرې زور ورکړې وي چې ولې افغانان د فلسطین د ولس سره همدردي او خواخوږي لري او لې له یهودیانو نفرت کوي، هغه دې نن یې  خپلو روزل شویو مرتدو او خاینو خادیانو ته امر وکړ چې خپل اصلیت او وفاداري د یهودیانو په حق کې ښکاره کړي!!

وحشت وحشت وي، ظلم ظلم، ګه د دینا په هره برخه او د هر چا له لوري په هر چا وشي خو ظلم ظلم وي، مګر یو مسلمان دی چې  هر څوک یې بې دریغه وهي، ټکوي، زندانونو ته یې وړي، بمونه او اورونه پرې وروي، ودونه او جنازې، مساجد او بازارونه یې په بمي چاودنو د مړو او زخمیانو په ډيری بدلوي، خو څوک نشته چې پوښتنه یې وکړي!! اخر ولې؟ تر کومه دا وحشتونه او دا نارواوې؟ دغه په امریکايي چپسو او برګرو روږدي منافقان او مرتدین به تر کومه د مسلمانانو په وینو تویولو خپل زړونه خوشحالوي؟؟ دغه د خنزیر په غوښو روږدي اربکیان، خادیان او نور اجیران به تر څو زموږ ولسونه داړي؟؟ موږ نور له دې حالت نه ډیر تنګ شوي یو، دا ظلمونه او نارواوې نور له زغم نه وتلي دي، موږ خپلو قاتلانو ته همدومره وایو: دومره ظلم او ناروا وکړۍ چې سبا ورځ یې د زغم توان ولرۍ.

موږ خپل قهرمان او مجاهد ولس سره په هر غم او درد کې شریک یو، د پکتیکا ننئ پيښه په دې هیواد کې  د خپلې کچې یواځنئ پیښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم داسې پيښې شوي، بازارونو، مسجدونو، لویو لارو کې په مسافر وړونکو موټرو او ودونو کې چاودنې شوي، بمونه پرې وریدلي او د وینو لښتي یې بهیدلي دي  دا یوه منظمه او ځنځيري سلسله ده چې سرونه یې آن تر اسرائیلو او امریکا رسي، د دې وحشتونه قومانده له تل ابیب او واشنګټن نه ورکول کیږي، مصارف یې له روس، چین، ایران او بریطانیا  نه برابریږي، درسته کفري نړۍ د مسلمانانو پرضد راخوځيدلې ده، د غزی د مسلمانانو پرسر هم اورونه اوري، د برما، صومالیا، نایجیریا، مالي، او منځنۍ افریقا مسلمانان هم هره ورځ په درځنونو درځنونو وژل کیږي؛ خو موږ د الله جل جلاله امتحان ته غاړه ایښې، خپلې حوصلې مو نه دي بایللي، مبارزه مو جاري ساتلې او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو چې تر څو مو یا دښمن نه انتقام نه وي اخیستې او یا مو خپل سرونه نه وي قربان کړي.

الله جل جلاله دی هغه ظالمانو ته د نیکې هدایت وکړي چې زموږ بې ګناه مسلمانان ورونه او خویندې د خپلو سیاسي او مادي ګټو په خاطر په شهادت رسوي او که چیرته د هدایت وړ نه وی الله جل جلاله دی په داسې سختو عذابونو اخته کړي چې د عادیانو او ثمودیانو تاریخ پرې را ژوندې شي.

د خپل ولس عامو او خاصو مسلمانانو ته مو دا پیغام دی چې دا ډول وحشتونه د خپل دین او خاورې د دښمنانو د کړنو په صفت وپیژني، نور نو ولس باید وپوهیږي چې د هر جنایت او وحشت تر شا د امریکا، اسرائيلو او زموږ د هیواد د داخلي مرتدینو تور لاسونه قرار لري، دوی دا ظلمونه او وحشتونه د دې لپاره ترسره کوي چې تر څو د عام ولس او مجاهدینو تر منځ فاصله پيداکړي خو بیا هم الحمدلله چې ولس مو اوس په دې دسایسو تر یوه حده پوه شوې دی، دښمن مو د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره کله بندیان وژني، کله د شهیدانو له اجسادو سره د انسانیت نه ور هاخوا عملونه ترسره کوي او کله بیا په مسجدونو او بازارونو کې چاودنې کوي دا ټول هغه جنایت دي چې د یهودي لابیانو او صلیبي پاپانو لاسپوڅي او چاپلوسان یې ترسره کوی، مجاهدین  به هیڅکله داسې کرغیړن، اسلام ضد او بشر ضد جنایت ترسره نه کړي او چې تر څو یې وس وي د داسې جنایاتو عاملین به پخپله سزا رسوي، ان شاءالله.

لیکوال: فاتح کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x