
امريکا او ایران راتلونکې سه شنبې ته په ويانا کې بالواسطه خبرې پيلوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): امريکا او ایران راتلونکې سې شنبې ته د اسټريا په پلازمېنې ويانا کې بالواسطه مذاکرت پيلوي. دا خبرې به د ایران او نړيوالو قوتونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بېرته فعالولو لپاره کيږي.
ایران په ويانا کې له امريکايي چارواکو سره د مخامخ خبرو شونتيا رد کړې، خو د چارو څارونکي وايي، چې د اسټريا په پلازمېنې ويانا کې د امريکايي او ایراني چارواکو په يو وخت شتون د دې ښکارندويي کوي، چې د اټومي تړون ټول غړي په يوه مېز راټولېدای شي او ښايي دا خبرې پرمختګ وکړي.
اسوشيټيډ پريس خبري اژانس «اې پي» د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند نيډ پرايس له قوله ويلي، چې تهران او واشنګټن به د منځګړو په واسطه په راتلونکو ورځو کې د اټومي تړون په اړه خبرې وکړي، تر څو دواړه لوري اټومي تړون ته د ګرځېدو جوګه شي.
د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله تهران او واشنګټن يو ځل بيا يو بل ته په نږدې کېدو دي او ښايي امريکا يو ځل بيا د اټومي تړون برخه شي، نو ایران به د يوارنيمو د غني کولو پروګرام محدود کړي او په مقابل کې به يې امريکا او نړيواله ټولنه پر ایران لګېدلي بنديزونه نرم کړي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن ته واک ته له رسېدو وروسته په خپلو لومړنيو څرګندونو کې ويلي و، چې له ایران سره د اټومي تړون بېرته فعالول يې لومړیتوب دی، خو زياته کړې يې ده، چې ایران بايد د يورانيمو غني کول محدود کړي، خو بل پلو ایران وايي، د اټومي تړون د بېرته فعالولو لپاره بايد پر دوی لګېدلي بنديزونه نرم کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس ويلي، چې د اسټريا په پلازمېنې ويانا کې د واشنګټن او تهران خبرې به يو ښه پرمختګ وي، خو زياته کړې يې ده، چې دا به يوه ستونزمنه مرحله وي او په لنډ وخت کې ترې د ډېر پرمختګ تمه نشي کېدای.
د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ درې کاله مخکې په يو اړخيزه توګه له اټومي تړونه د وتلو پرېکړه وکړه، دا تړون يې د امريکا په زيان بللی و او پر ايران يې نور بنديزونه هم ولګول.
د ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې ایران د يورانيمو د غني کولو فیصدي زياته کړه، خو په عين حال کې يې ويلي، چې اټومي پروګرام يې د غیر نظامي موخو لپاره دی او هېڅ پوځي موخې ترې نه لري.
د اټومي تړون د ځنډ او خنډ د له منځه وړلو لپاره اروپايي ټولنې انلاين غونډه جوړه کړې وه، چې د برتانيې، چين، فرانسې، جرمني او روسيې ډيپلوماټانو د ایران له چارواکو سره خبرې وکړې او د تهران او واشنګټن تر منځ د اړيکو ښه کولو لپاره يې د بالواسطه مذاکراتو پيلولو هوکړه وکړه.
رویټرز خبري اژانس د اروپايي ټولنې د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله ليکلي، چې د امريکا او ایران لوړپوړي ډيپلوماټان به ويانا کې ته ځي، خو مخامخ به يوه بل سره ليده کاته نه کوي.
د ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله سره له دې، چې ایران له امريکا سره له مخامخ خبرو نټه کړې، خو دا ناسته د راتلونکي وخت لپاره ګټوره ده او ښايي اټومي تړون ته د بېرته ګرځېدو لپاره ښه پيلامه شي.