افغانستان

تخار: د ولایتي شورا د وکیل زوی په ډزو وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایت د ولایتي شورا غړی د ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د تخار د پولیسو ویاند «خلیل اسیر» وايي، نن له غرمې وروسته د تخار د ولایتي شورا د غړي «جمعه خان هیکل زاده» زوی «حاجي ګل حاجي زاده» ددې ولایت د مرکز «تالقان» ښار اړوند شاه روان سیمه کې د دوو ناڅرګندو وسله والو په ډزو کې لومړی ټپي شوی او روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړې.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې بریدګر پر موټرسیکل سپاره وو، او تر برید وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.

د اسیر په خبره، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي؛ خو لا هم په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او نه هم د پېښې انګېزه څرګنده ده.

ویل کېږي، وژل شوی د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند د ځوانانو په برخه کې د فعالو غړو له ډلې و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx