افغانستان

لغمان کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۱۱ ملکیان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د «ډیسي» توپونو په بریدونو کې لږ تر لږه د ۱۱ ملکیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دا پېښه پرون د جمعې په ورځ ماسپښین د علیشنګ ولسوالۍ په «کوټالي» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیمې خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکرو د جمعې له لمانځه سره پیوست ددوی کورونه او کروندې د ډیسي توپونو په وسیله تر «بمبار» لاندې ونیولې، چې له امله یې خلک په خپلو کورونو کې ایسار شول.
د سرچینې په خبره په دغه مهال د ډیسي توپ څو مرمۍ د استوګنې په کورونو لګېدلي چې ځینې کورونه یې زیانمن کړي او یو کور یې په بشپړه توګه نړیولی دی.
خلک وايي، د دولتي عسکرو لخوا په دغو توپچي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۱ ملکیان ټپیان شوي دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه ځایونو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx