افغانستان

محب امنیتي ادارو ته: د ملکي تلفاتو او عامه ویجاړیو په هکله د رسنیزو راپورونو پرواه مه کوئ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د هېواد په مختلفو سیمو کې د دولتي عسکرو لخوا پر ولسي خلکو او عامه تأسیساتو د «ړندو» هوايي او ځمکنیو بریدونو «مستند» راپورونه خپاره او له امله یې پراخ ولسي غبرګونونه راپارېدل، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب اړونده امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې، چې ددغو راپورونو پرواه ونه ساتي.

حمدالله محب دا څرګندونې نن د شنبې په ورځ د امنیتي سکتور په جوړه شوې غونډه کې لوړ پوړو امنیتي ادارو ته په وینا کې کړي او د راتلونکو درې میاشتو لپاره یې اړونده ادارو سره د عملیاتو پر تطبیق خبرې او بحث کړی دی.

د ملي امنیت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب له امنیتي چارواکو غوښتي چې د ملکي تلفاتو او ټولنیزو زیانونو په برخه کې دده په خبره د طالبانو رسنیزو فعالیتونو ته په توجه سره خلکو پروخت اطلاعات او معلومات ورسوي.

په خبرپاڼه کې د حمدالله محب له قوله په طالبانو تور پورې شوی، چې په جګړه کې د خپلې کورنۍ له ماشومانو د «سپر» په توګه کار اخلي.

د ملي امنیت سلاکار په داسې مهال د ملکي تلفاتو او عامه ویجاړیو په هکله «مستند» راپورونه د طالبانو تبلیغات بولي او امنیتي ادارې یې په هکله «بې غورۍ» ته هڅوي، چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي تلفاتو او عامه تأسیساتو د ویجاړیو پېښې د بل هر خت په پرتله زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

په ستا مخبر انګلیسي والا د#### شي د افغانستان اولس خو ژوي ندي چې ستا ددالري معاش او دولتي غلاوة په عوض کې به حلالیږي ، بې وجدانه سړیه هیواد فروشه!

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
محب چي د خپلي ميرمني او خسرخيلو په زريعه نصرانيت ته ګروهيدلی دی ، هيڅکله هم په مسلمانانو باندي رحم او ترحم نه لري . ولي نور لوړ پوړي چارواکي که واقعاً ځانونه مسلمانان او افغان ګڼي ، بايد سمدستي د خپلو دندو څخه لاس پر سر سي او يا دا نصراني ( محب ) د خپل کردار او ګفتار په جرم د دوږخ کندي ته وليږي . او ان شاالله هغه شيبې را رواني دي .

الحاج استاذ بیانزی

کشکی محب عیسوی یا نصرانی شوی حتی که یهودی هم وو اصلی یهودان دومره ظالمان او وحشیان نه دی انګریزی یهودان چه د اسراییلو چارواکی دی وحشیان او ظالمان دی بیا هم د کرزی، محب، غنی، صالح او نورو په کچه وحشیان او ظالمان نه دی. نظم نوین جهانی به ټولو ادیانو کی پلویان جوړ کړی هغوی عیسویت، یهودیت ، بودایزم او داسی نور ادیان او حتی اسلام دننه یی په ځانګړی دول هغوی چه د اسلامی هیوادو زمامداران دی د نظم نوین جهانی د ټیټی کچی غړیتوب لری او هغو ټیټو کچو کی هم درجی لری ممکن چه غنی،… نور لوستل »

ګل احمد

د افغانستان اساسي قانون او د غرب شل کلني لاسته راوړني د یوه لوړ رتبه چارواکي د دا ډول احکامو په اړه څه وایي؟ اوبل سوال دا دی چي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت امنیتي منصوبین چي خپله دنده پر قرآن کریم د لوړي تر سره کولو سره پیلوي او شعار یې هم دا دی: خدای – هیواد – دنده. آیا باید داسي اوامر په پټو سترګو ومني؟ که جواب هو وي نو بیا زمالخوا دي ملي اردو دا وی شعار خپل کړي: غني – رولا – امر الله صالح – حمد الله محب – سرور دانش – دوستم او… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx