ورزش

اوبو کې تر ۲۴ دقیقو زیات د ساه بندولو نوی نړیوال ریکارډ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ل): د کرواتیا هېواد یوه ۵۴ کلن کس تر ۲۴ دقیقو او ۳۳ ثانیو په اوبو کې د ساه بندولو نوی ریکارډ د ګینیس په نړیوال کتاب کې ثبت کړ.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې دا حیرانونکې لاسته راوړنه یوه لامبو وهونکي د ډاکټرانو، خبریالانو او ملاتړ کونکو په شتون کې ترسره کړې ده.

که څه هم دغه کارنامه د یوه محض انسان لپاره ناشونې بریښي خو دغه کرواتیایي کس چې «بدیمیر بداثبات» نومیږي، د کلونو راهیسې له کړې خوارۍ او روزنې په واسطه د ځان لپاره شونې کړې ده.

له دې وړاندې په اوبو کې د بدیمیر د ساه بندولو پخوانی ریکارډ ۲۴ دقیقې او ۱۱ ثانیې و، خو نوموړي خپل بدن د اکسیجن سوکه پمپ کولو لپاره روزلی تر څو یې بدن وتوانیږي زیاته موده ساه وساتلی شي.

دغه ۵۴ کلن کس خپلې ۲۰ کلنې لور ساسا چې پر دماغي فلج، اوټزم او میرګي ناروغۍ اخته ده، دغې ریکارډ جوړولو ته اړ کړی دی.

ریکارډ یوازینۍ لاسته راوړنه نه ده چې هغه ترلاسه کړې، بلکې په سیالۍ کې د برخې اخیستو، او په نړیوال ګینیس کتاب کې د ریکارډ ثبتولو څخه ترلاسه شوې پیسې به د کرواتیا په سیساک ښار کې په زلزله ځپلو خیراتوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x