نړۍ

سعودي: له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول د ټولې سيمې په ګټه دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ل): د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړول د منځني ختيځ په ګډون د سيمې ټولو هېوادونو لپاره ګټور دي.

د فرانسې «اې ايف پي» خبري اژانس د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده فیصل بن فرحان په حواله ويلي، چې له اسرائيلو سره اړيکې جوړول د سعودي او منځني ختيځ په شمول د ټولې سيمې لپاره ګټور دي.

د فیصل فرحان په وينا د سعودي او اسرائيلو اړيکې تر ډېره د سولې پروسې د بريا لپاره اړينې دي.

د امريکا له سي ان ان تلويزون سره د خبرو پر مهال د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي: «زما په ګومان په سيمه کې د اسرائيلو په رسميت پېژندل به د ټولې سيمې په ګټه وي.»

د شهزاده فرحان په وينا دا اړيکې به د سيمې ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت سره ډېره مرسته وکړي.

سعودي چارواکو تر دې وړاندې څو څو ځل ويلي، چې د فلسطيني قضيې تر بشپړ حل پورې له اسرائيلو سره رسمي اړيکې جوړول ناشوني دي، خو له ایران سره د روانې دښمنۍ په بهانه د سعودي په شمول يو شمېر عربي دولتونه له اسرائيلو سره ډېر نږدې شوي او د يهودو له ښکېلاکي دولت سره يې پټې او ښکاره اړيکې جوړې کړي دي.

د تېر کال په نومبر مياشت کې اسرائيلي رسنيو داسې رپوټونه هم خپاره کړي وو، چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په پټه د سعودي سفر کړی و او هلته يې له وليعهد محمد سلمان او نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدلي وو، خو سعودي چارواکو دا ډول رپوټونه رد کړي وو.

د تېر کال په وروستيو کې متحده عربي اماراتو، بحرين او ورپسې سوډان او مراکش عربي هېوادونو د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د ډيپلوماټيکو اړيکو جوړولو تړونونه وکړل.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د عربي دولتونو او اسرائيلو د اړيکو جوړولو هرکلی کړی و او هيله يې ښکاره کړې وه، چې د سعودي په شمول نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته لېواله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د بوش له ۹/۱۱ دمخه په اسلامی نړی برید په دری مهمو نقطو کی پلان شوی وو چیری چه هلته د اسلامی حکومت جوړیدلو امکانات وو هغه افغانستان ، منځنی ختیز او د افریقا شمال هیوادونه وو، د افریقا شمال او منځتیز کی یی پوره بریا ترلاسه مګر افغانستان کی د پوره ماتی سره مخ شول چه د هغو دوه بریاوو نهایی نتیجی یی هم د پوښتنی لاندی راوستلی. بوش په لمړی ورځ دی جنګ ته صلیبی او په دوهمه ورځ یی تروریزم نوم ورکړو، بوش نه وو غلط شوی پلانګذاری همداسی شوی وه چه دا رشتونی صلیبی جنګ وو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx