د روژې مبارکه میاشت

د روژې اتلسمه تحفه

درنو لوستونکو ، روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتیً ( یا روژیاتۍ ) باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناهونو د کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی…. ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی !  دا هم د روژې اتلسمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه اصولأ باید واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

د ابن جوزي (رح) نصیحت

« اې هغه انسانه چی د جنت په لټه کی يې ، پوه سه چی ستا پلار آدم (ع) د يوې ګناه له امله د جنت څخه وايستل سو . آيا ته په داسی حال کی د جنت هيله لرې چی ډير ګناهونه دی کړي دي او توبه نه ورباندی کوې ؟ هغه انسان ته چی په ناپوهي سره خپل وخت تير کړی او په نافرمانۍ خپل روزګار چلوی مناسبه دا ده چی د خپل تير عمر په کړنو ډيری اوښکی توی کړی .
افسوس د هغه چا په حال چی هر څومره يې ګناهونه زياتيږي هغومره يې استعفار کميږي ، او هر څومره چی قبر ته لنډيږي هغومره يې سستي او ټنبلي زياتيږي .
ای هغه انسانه چی خپله ځواني دی تباه کړه ! د اعمالو دفتر دی د نافرمانیو څخه ډک کړی دی . آيا ته نه پوهيږې چی د انسان اندامونه به د حشر په ورځ پر خبرو کولو راسي او پر تا به شاهدي ووايي ؟»
هو ، که موږ او تاسی په ګرېوان کی وګورو باالکل همداسی ده . د شفیق بلخي (رح) له قوله ډیر ناوړه او بدبخته انسان هغه دی چی د توبې په طمع ګناه کوی . امام شافعی (رح) فرمایی چی تر ټولو جاهل او ناپوه هغه څوک دی چی د ګناه څخه خبر وی لاکن بیا هم د هغه مرتکب کیږی . نوهیله ده چی د پورتنیو بزرګانو او شیخانو د لارښوونو مطابق ځانونه اصلاح کړو . یو عالم څه ښه ویلی دي : که ټول بشریت یو په یو پر هغه ګناه چی مرتکب سوی ، اعتراف وکړي نو یو بېګناه به هم پاته نسي چی ګنهکار ته جزا ورکړی . پس الله دی دنیا او عقبا راسمه کړی .

د سعدي (رح) څو نصیحتونه

لومړی ـ هغه څوک چی لمونځ نه کوی د پور معامله مه ورسره کوئ ، که هر څومره یې اړتیا هم ډیره وی . ځکه چی هغه د خدای تعالی پور نه ادا کوی نو ستا قرض به څنګه ادا کړی .

دوهم ـ که د چا تکلیف لیری کړې ډیر غوره دی نسبت دې ته چی حج ته ولاړ سې او د لاری په هر ځای کی زر زر رکعـته لمونځ وکړې .

درېیم ـ د الله تعالی څخه وبیریږم ، بیا د هغه چا څخه وبیریږم چی د الله تعالی څخه نه بیریږی .

څلورم ـ که روزي په عقل سره وای نو د دنیا کم عقلان به له لوږی مړه سوي وای .

پنځم ـ که کوم محتاج په عاجزۍ سره څه درنه وغواړي وریې کړه ، که نه ښایی کوم ظالم یی په زور درڅخه واخلی .

شپږم ـ که د کوم غریب سره یوه ډوډۍ وی نیمه یې خپله خوری او نیمه ملنګ ته ورکوی ، خو که د یو پاچا سره هیواد وی هغه د بل هیواد د نیولو کوښښ هم کوی .
اووم ـ لس سړي یې پر یوه کاسه خوړلای سی مګر دوه سپي یې پر یوه مرداره کاسه نه سي خوړلای .

اتم ـ هغه په رښتیا هم عقلمند دی چی د غصې په حالت کی د ژبی واک ولری .
هو ، د سعدي صاحب هره خبره او هره وجیزه دنیوي او اخروي بریالیتوب دی . که پورتنیو آموزنده نصایحو ته ښه ځیر سو او هغه قلبأ عملی کړو نو په غربت کی به شتمن او په کمزورۍ کی به ځواکمن یو . بقراط څه ښه ویلی دي : « هغه کس ناپوه دی چی خپل عیب نه وینی او د بل چا نصیحت هم نه اوري . » نو الله دی د پورتنیو ضروري نصیحتونو د هضم او عزم توفیق راکړی ، آمین .

لیکوال : نثار احمد صمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x