
پکتیا: د طالبانو په برید کې د کمپاین عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د پکتیا ولایت ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته د عملیاتو په موخه ورغلیو ضربتي عسکرو باندې یې بریدونه کړي او لس تنو ضربتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي «تیره شپه د پکتیا ولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ سورخیلو سیمې ته د مزدور دښمن د کمپاین په نوم وحشي عسکر د چاپې په نیت راغلل، چې د مجاهدینو له غبرګون سره مخامخ شول.»
د مجاهد په خبره، په دې نښتو کې د کمپاین عسکرو د مرستیال قومندان په ګډون لس تنه عسکر مړه او ټپیان شوي او دوه رینجر موټرونه یې تخریب شوي دي.
#الفتح:
تیره شپه د پکتیا ولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ سورخیلو سیمې ته د مزدور دښمن د کمپاین په نوم وحشي عسکر د چاپې په نیت راغلل، چې د مجاهدینو له غبرګون سره مخامخ شول.
په نښتو کې ۲ رینجر ویجاړ، د مرستیال قومندان په ګډون۱۰ تنه ضربتي عسکر مړه او ژوبل شول او پاتي نور یې په تیښته لاړل.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 4, 2021
کمپاین عسکر چې په خوست، پکتیا او نورو ګاونډیو ولایتونو کې عملیات ترسره کوي، د جنګي جرمونو او د ولسي وګړو د وژنو درانه تورونه ورباندې دي او داسې ګمان کېږي، چې د امریکایي استخباراتو د مرکزي ادارې له لوري یې ملاتړ او تمویل کېږي.
تېره اوونۍ د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې هم د کمپاین عسکرو د ولسي وګړو پر کورونو عملیات کړي و، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
طوطی خانه
راشه که یې ګزوې …..