افغانستان

طالبان-نظامي کمېسیون ته: که د ګډو ځواکونو عملیات ونه درول شي، په وړاندې یې اقدام وکړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ ل): طالبان وایي، د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي عسکرو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ عملیات پیل کړي چې که ونه درول شي، توند غبرګون به ورته وښودل ښي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دا وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د دولتي عسکرو لخوا د بهرنیو ځواکونو په مخامخ هوايي او استخباراتي ملاتړ د طالب جنګیالیو او ولسي خلكو په وړاندې ستر ستر عملیات پيل شوي دي او اوس هم جريان لري چې د عامو خلکو ګڼ کورونه او کلي يې وران کړي دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په تېرو څو ورځو کې د کندهار په ارغنداب او د بدخشان په نسي ولسوالیو کې د طالب جنګیالیو او ولسي خلکو پر اجتماعاتو بمبارونه کړي او د خوست په صبریو ولسوالۍ او د کندهار او هلمند په ځینو سیمو کې بمبارۍ کړې دي چې د طالبانو له قوله، له توافقنامې ښکاره سرغړونه ده.

په یاده اعلامیه کې د طالبانو مشرتابه نظامي کمیسیون ته امر کړی چې که د ګډو ځواکونو عملیات ونه درول شي، غبرګون دې ورته وښيي “د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون ته هدايت کوي، که چیرې ياد ټول عملیات متوقف نشي،د خپل ځان او ولس څخه د دفاع لپاره څرنګه چې مناسب ګڼي اقدام وکړي. باید ووايو چې په دې صورت کې به د راتلونکو هر ډول پيښو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه وي.”

بهرنیو ځواکونو که څه هم تر دې دمه د طالبانو اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د حکومت دفاع وزارت وایي تېره شپه یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې تر اویا پورې طالبانو ته مرګ ژوبله لري.

تر دې وړاندې هم طالبانو بهرني عسکر تورن کړي وو چې له دوحې توافقنامې سرغړونه کوي؛ خو بهرنیو پوځیانو بیا پر طالب جنګیالیو بریدونه د دولتي عسکرو ملاتړ بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

نظامي کمسیون څخه مو هیله ده چې سرغړوونکي امریکایان او د دوی خاین ګوډاګیان تر داسې نفوذي بریدونو لاندې ونیسي چې د تېرو 14 میاشتو قیمت خامخا پرې باندې پرې کړي.

عبدالواحد اڅګزۍ

داسلام حکومت اوددیموکراسی فرق وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَیْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ یُنفِقُونَ سوره الشورا آیات ۳۸ ترچمه:-اوکم خلک چه حکم منی دخپل رب اوقایموی لمونځ اوددوی کاروی مشوره کول پخپل منځ کی اوله هغه څه نه چه ورکړی دی موږخرڅ کوی(یعنی ذکات اوخیرات ورکوی) له پورته آیات څخه داسلامی حکومت ډانچه جوړیږی کم خلک چه دالله حکم منی ،لمونځ کوی،ذکات اوخیرات کوی اوعالمان اوپوهان وی له هغوڅخه به شوراجوړیږی چه ددغی شوراپه ذریعه به دحکومت دپاره چه دپورته آیات تابع وی اوکمه جنایی دوسیه اوسوابق نلری دهغه چاڅخه چه دمملکت دحکومت کولوعلاقه لری دغه شورابه ددوی داجراآتوکولوپوښتنه کوی… نور لوستل »

Adam Khan

Talib Jan! You wasted more than one year and as a result you are now left behind more than five years. Did you need a break to enjoy Shawarmas in Qatar or you were too naive to figure out the tricks of and traps of the Afghan enemy You also recently enjoyed the Russian Blini and Pelmeni and now you are planning to taste Turkish Manti, Lahmacun No Talib Jan, there is no peace for the benefits of Afghan Muslim Nation. The benefits of these talks go to the Afghan enemies Also, if you do not replace the government and… نور لوستل »

ډاکټر احرار

الحمدلله او لبیک …! موږ پخپلو متدینو ، په شریعت او وطن مینو مشرانو ویاړو کفار جاهلان د الله له نصرت نه ناخبره دې دوی تر حیوانانو هم بدتر دي موږ ته کمزوري نده پکار باید تر سختو تندریزو ګذارونو لاندي ونیول شې تر څو یی صد سم شي د مذاکراتو لړۍ هم باید متوقف شې تر څو بهرنیان وتلي نه وې او ټول بندیان خلاص شوي نه وې باید ګډون ونکړي پاکستان چې تل یې اوبه خړی کړی او ماهیان یې نیولي چې فعلا هم د زخمیانو په وړاندي ستونزی جوړوي او ټول هیواد یی په ازغن تار تړلی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx