افغانستان

 د تادین پرځای ډګروال شریف د کندهار امنیه قومندان ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ل): باخبره سرچینې وايي، د کندهار امنیه قومندان تادین خان استعفا کړې او پرځای ډګروال شریف سرطیب ټاکل شوی دی.

ډګروال شریف سرطیب خان اوس مهال د سپین بولدک ولسوالۍ د درېیمې سرحدي لوا د څلورم کنډک قومندان دی.

یوې باخبره سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان درې میاشتې مخکې استعفا کړې وه؛ خو د کورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي یې مخه نیولې وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې جنرال تادین خان ته د درېیمې سرحدي لوا د قومندانۍ وړاندیز شوی؛ خو هغه نه ده منلې او نوی امنیه قومندان ډګروال شریف سرطیب هم د هغه په خوښه ټاکل شوی دی.

ویل کیږي چې نوی امنیه قومندان ډګروال شریف به سبا ته رسما د کندهار امنیه قومندانۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شي.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند تراوسه په دې هکله څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx