افغانستان

پغمان کې د کمانډو عسکرو په موټریز کاروان موټربم چاودنې او بریدونو تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو په موټریز کاروان د طالبانو موټربم چاودنې او وسله وال برید کې ۴۵ عسکرو ته د مرګ ژوبلې اووښتې خبر ورکړل شوی دی.

نن د یکشنبې په ورځ مازدیګر ۴ بجې او ۴۰ دقیقې د پغمان ولسوالۍ په «پنجه چنار» سیمه کې د کمانډو عسکرو په هغه موټریز کاروان(چې له میدان وردګو څخه کابل ته را روان ؤ) لومړی موټربم چاودنه او ورپسې وسله وال برید وشو.

د برید مسئولیت طالبانو په غاړه منلی او په برید کې یې د کمانډو عسکرو د ۴۵ افسرانو او منسوبینو ته د مرګ ژوبلې اووښتې خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې له موټربم چاودنې او «تکتیکي» بریدونو وروسته ددوی جنګیالي خپلو خوندي مرکزونو ته رسېدلي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي هم دغه پېښه تاییدوي او وايي، چې په دغو غبرګو بریدونو کې ۱۳ عسکر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پېښې له ځایه خپاره شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې د کمانډو عسکرو یو کاسټر موټر د اور په لمبو کې نغښتی او په کې سپاره کسان سوځېدلي دي.

د طالبانو ویاند دغه موټربم چاودنه او وسله وال برید د کابل حکومت او امریکايي عسکرو لخوا د هېواد په مختلفو سیمو کې د وروستیوبریدونو په غبرګون کې بللی دی.

طالبان د کابل په «ستراتيژيکه» ولسوالۍ پغمان کې وروسته له هغه د کمانډو عسکرو موټریز کاروان د موټربم چاودنې او مخامخ بریدونو هدف ګرځوي، چې همدا نن ورځ طالب مشرانو خپلو پوځي قومندانانو ته د کابل حکومت او امریکايي عسکرو لخوا د طالبانو او عامو افغانانو پر ضد د روانو پوځي عملیاتو د دوام په صورت کې هغوی ته د «مناسب» ځواب ورکولو سپارښتنه کړې وه.

که څه هم طالبانو تردې وړاندې په پغمان ولسوالۍ کې د بهرنیو عسکرو او کابل حکومت په عسکرو موټربم چاودنې او وسله وال بریدونه ترسره کړي؛ خو دا لومړی ځل دی چې په «همهاله» توګه د کابل حکومت یو ستر پوځي کتار د موټربم چاودنې او مخامخ بریدونو هدف ګرځوي او یادو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx