نظــر

اوږده مزلونه او ورک منزلونه!

عبدالوحيد وحيد

که د تېرو څلورو لسيزو د نظامونو د ناکامۍ لاملونه وڅېړو، نو په فکري نظرياتي او سياسي ليدلوريو کې له زياتو اختلافاتو او توپيرونو سره سره يې د ناکامۍ مشترک لاملونه درلودل.
له کمونستانو، مجاهدينو او طالبانو را نيولې تر نننۍ ديموکراسۍ پورې د ټولو د ناکامۍ مشترکه ستونزه د واک انحصاري فکر، افراطیت کړنې او د افغانستان په دوديزه عنعنوي ټولنه باندې له معتقداتو څخه نيمګړی تعبير او له ذهنيت جوړولو پرته له بهر څخه وارد شوي دودونه او نظريات تپل ګڼلى شو.

خلق او پرچم نه يوازې واک مطلقاً انحصار کړى وه، بلکې هغه تيوريک سوسياليستي نظريات يې زمونږ په ټولنه باندې له افراطي ذهنيت سره د ډنډې په زور عملي کولو هڅه وکړه چې د مسکو کمونستانو هم په همدغه شډله توګه نه وه عملي کړې. دغو دواړو ډلو له څورلس کاله ناکامې جګړې وروسته د خپلمنځي اختلافاتو له امله د مجاهدینو له داسې ډلو سره يو ځاى شول چې د واک د انحصار مفکوره يې درلوده.

د مجاهدینو ډيرى مشران هم د واک د انحصار په رنځ اخته شو. ديني او ملي رسالتونه او ټولنیز ارزښتونه يې په پام کې نه نيول. په يوه او بله بهانه د واک په سر جګړه کې لتاړ شول او کابل يې ونړاوه. ملي او شخصي شتمنۍ چور شوې او د خپلواکۍ مقدسه جکړه بدنامه او د ازادۍ له لارې د سپېڅلو شهيدانو له وينې سره يې خيانت وکړ.

طالبان چې د افغان ټولنيز بدن يوه محرومه مذهبي ډله وه، د کورنیو جګړو د ختمولو لپاره راپورته شوه، ولسي ملاتړ يې ترلاسه کړ، خو د واک ترلاسه کولو وروسته يې خپل حکومت ته انحصاري بڼه ورکړه. په کور دننه او بهرنۍ تګلارو کې يې د افراطیت  او د نورو د نفي کولو سياست يې پرمخ يووړ. په لومړي سر کې د واک وږي تږي نه وه، خو په نورو افغانانو باندې د بې باورۍ له امله يې په يوازې سر حکومت کول غوره وګڼل او همدغه نفسياتي ستونزه د هغوى د ناکامۍ لامل وه.

د ديموکراسۍ په تيرو دوه لسيزو کې هم واک عمدتاً د کورنیو جګړو د يوې خوا او له لويديز څخه د راغلو ترمنځ وويشل شو او عمدتاً د بن د ناستې ويش د نورو له شرکت پرته انحصاري شکل ونيوه. په ځينو مواردو کې لکه د ټاکنو د بنسټ ايښودلو، د بيان ازادۍ، زده کړو، اقتصادي ودې، د بنسټونو ودانولو، نړيوالو اړيکو رغولو او په ځينو نورو برخو کې له جزوي او ټکنيو لاسته راوړنو سره سره په افغان ټولنه باندې د ديموکراسۍ او له ترهګرۍ سره د جګړې تر عنوان لاندې د فساد ظلم وحشت داسې څپې تېرې شوې او لاهم دوام لري چې افغانانو په ولسواکۍ او د ديموکراسۍ په سيستم باندې باور له لاسه ورکړ.

د مخالف اړخ لخوا د ژوند ګواښل کيدو په مقابل کې پياوړي فکري روزنه، عقيدوي تړون، مستحکم عزم، پياوړي اراده، د امير د اطاعت کلک هوډ، له فساد څخه پاک، بې تکلفه ساده ژوند، له تشريفاتي پيچلتيا څخه پاکه اداره، د  قربانۍ لپاره تيارى د طالبانو د قوت لاملونه وه.

البته د واک انحصاري ذهنيت، په نورو افغانانو باندې بشپړه بې باوري، کمزوری سياسي ليدلوری،  ټکنۍ پوهنيزه وړتیاوې، له معاصرې ټيکنالوژۍ سره بېځايه حساسیت، د ښځو په زده کړو باندې بنديز، د رسمي ادارو له پرنسيپونو او ديپلوماتيکو تعاملاتو سره نابلدتيا، د ولسي مشارکت په برخه کې ستونزې او د پرديو تر اغيزو لاندې راتلل د طالبانو د ضعف اړخونه ګڼلاى شو.

د افغانستان جغرافيايې قومي مذهبي او ژبني جوړښت ته په کتو دلته هيڅ داسې سيستم او نظام د چلن وړ نه دی چې له ذهنيت جوړولو پرته له بهر څخه را کاپي او دلته يې د عملي کولو هڅه وشي. افغان ټولنه له نورو ټولنو سره نشي پرتله کيداى. دغه ولس بالکل متفاوتې مذهبي او دوديزې ځانګړتیاوې لري. داسې ځانګړتیاوې چې ماتول يې حساسيتونه او غبرګونونه راپاروي. زمونږ ټولنه هغه مهال بدلون مني چې بدلون د ټولنې له دوديزو او عقيدوي اړخونو سره په تقابل کې نه وي.

مطلب داده چې زمونږ په هیواد کې د اوس لپاره چې زمونږ ټولنيز جوړښتونه پاشل شوى دى يو عادل، متمرکز، قانون پلی کوونکی ولسواک نظام چې زعامت يې د ولس په مستقیمه رأيه ټاکل شوې وي؛ د چلن وړ ده، خو په ټاکنيز سيستم کې له خورا سترو او ژورو اصلاحاتو وروسته دغه ډول نظام زمونږ د ستونزو د حل لاره ګڼلی شو.

د يادونې وړ ده چې د ښځو د حقونو او په ځينو نورو ديني او کلتوري برخو کې مونږ باید ډير محتاط واوسو. لومړۍ خبره خو داده چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ديموکراسۍ په مخکښو هيوادونو کې هم له سړيو سره انډول نه ليدل کېږي. په امریکا کې له څلوېښتو زيات ولسمشران راغلي دي خو يوه هم پکې ښځه نشته. مونږ باید د داسې سمون لپاره مبارزه وکړو چې له ديني او دوديزو برخو سره په تقابل کى نه وي او حساسیتونه نه را پاروي. په ځينو نورو برخو کې باید ذهنيت جوړونه وکړو. همدغه کار زمونږ ځينې ديني عالمان او قومي مشران اوس هم کوي. د بيلګي په توګه څلور لسیزې وړاندي په لرې پرتو سیمو کې د نرانو زده کړه هم ښه نه ګڼل کيده، خو علماوو او روشنفکرانو مبارزه وکړه. اوس خلک په لرې پرتو سیمو کې د هلکانو تر څنګ انجونې هم د زده کړو لپاره ښونځيو او مدرسو ته استوي. دا ښه او په زړه پورې پرمختګ دی.

بله برخه د ښځو د کار کولو او د پلار په مال کې ميراث ورکولو ده. دا هغه برخې دي چې ښځې مالي برخه کې واکمنې کوي، د ځان بساينې لورې ته يې وړي او له ديني اړخ سره هم په ټکر کې نه دي، خو په ځینو سیمو کې د کلتوري ستونزو له امله معيوب ګڼل کېږي. دلته مونږ باید لومړى ذهنيت جوړونه وکړو د خلکو باور ترلاسه کړو چې لورانې به يې په خوندي چاپیریال کې زده کړې او کار کوي او بيا مخکې لاړ شو.

سمه ده چې د ښځو  ونډه په جګړه کې لوړه نه ده او يا هم د نشت برابر ده، خو باید ومنو چې د نرانو په پرتله د جګړو ناوړه اغيزې د نرانو په پرتله په ښځو باندې زياتې پريوزي. جګړې له ښځو او ماشومانو څخه د سر پړونی د ځيګر ټوټه د ژوند ملګری د سر سيوری د شفقت چتر او مجازي روزي رسان اخلي.

ښځې باید په سوله کې هم مهم رول ولوبوي خو ستونزه داده چې کله هم د ښځو د امتیازي رول خبره ياديږي، نو امتیاز هغو ښځو ته ورکول کېږي چې له جګړې څخه په مستقیم او غيرمستقيم ډول د جګړو له ناخوالو څخه اغيزمنې نه وي. وړانديز مو داده چې افغانان په جنسيت، عمر، کتله او ډله باندې له ويش پرته د اسلامي او افغاني دود او دستور په چوکاټ کې د سولې پروسه مخ په وړاندې يووړل شي.

دنيا اوس مهال يو نړيوال کلى بلل کېږي او که د کلي په کوم کور کې اور بليږي، نو پاتې ټول کلى حتماً اندېښنه کوي. په دوحه کې د بين الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ له امله د ولس ناهيلي او د افغان شخړې له اوږد او دروند بار څخه د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو ستړيا د مسکو د ټرايکا ناستې ته لاره پرانستله او په يقيني توګه ويلاى شو چې د ترکيې راتلونکي ناسته به عادي نه، بلکې برخلیک ټاکونکې ناسته وي.

داسې نښانې شتون لري چې مونږ له بن څخه تر دوحې پورې د دوو لسیزو اوږد له کنډوونو، کږليچونو، ستونځو او کړاوونو ډک سفر درلود. مزلونه مو وکړل خو د منزل څرک لاهم نه لګيږي. له شل کاله جګړې وروسته  هم د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې له خپل پراخ شتون سره سره هم ونشو کولاى چې ستونځو ته د پاى ټکى کيږدي.  ټولې خواوې اوس پوه شوې  چې په بن کې يې د طالبانو د نفې کولو سياست  ګڼي ستونزې وزيږولې، سلګونه زره انسانان ووژل شول، ستر لګښتونه وشول خو جګړه لاهم دوام لري او راتلونکي لاهم تياره ښکاري. تېرکال امريکا له طالبانو سره په چلن کې خورا ستر انعطاف وښوده. هوکړه لیک يې ورسره لاسلیک کړ، خو په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لاهم په لوړيدو ده.

د مسکو د غونډې له پيل او د نړيوالې ټولنې د دلچسپي زياتيدلو ته، افغان د هيله مندي او ناهيلي ترمنځ په نيک شګون ګوري او د جګړې د ختمولو لپاره يې د ترکيې په ناسته پورې د خپلو هيلو مراندې تړلې دي.

سپارښتنه مو داده چې د بن سهوې دلته تکرار نشى. په دغه ناسته کې هيڅ اړخ چې په بالفعل او بالقوه توګه د افغانستان راتلونکې ګواښولاى شي؛ نفى نشي، د  سمت نسل او مذهب په تله نه، بلکې سولې ته ژمنتیا معيار وګرځي او داسې اغيزمنو خواو باندې تمرکز وشي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ټولنيز اثر او رسوخ ولري ولس يې خبرو باندي باور وکړي په فساد او تعصباتو باندې تورن نه وي. ددې لپاره چې د جګړو شدت عمدتاً په لرې پرتو سیمو کې وي، نو له بهر څخه د راغلو او د ښاري خلکو په پرتله په زده کړو سمبال د لرې پرتو سیمو  مذهبي او ولسي مشران پکې محوري رول ولري.

په درنښت عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

وحید صاحب ! تاسی په ډیرو موضعاتو رڼا اچولی مننه څه به موږ هم ورسره یوځای کړو : لمړی: د هیواد روانی ستونزی زمونږ د هیواد ټول عمر عیاش شاهی رژیمونه وو د قدرت د بقا د پاره سربیره پردی چه خلک د فقر او سواد له سرو کرښو ښکته کړی او ښکته ساتلی وو د موثره او سیاسی اسلام مخه یی هم نیولی وه د قدرت ساتنی د پاره به یی کله د یوه او کله بل استعمار په فرمایش پالیسی تعقیبولی مګر یو څه شتون درلود او هغه لږ تر لږه نیمه خپلواکی وه او هغه هم ځکه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx