افغانستان

د طالبانو مشر مفتي: قاضیان دې د رشوت پرځای «خاورې» وخوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان پخواني قاضي القضات او د طالبانو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون مشر شیخ مولوي نورمحمد ثاقب د قاضیانو او مفتیانو یوې ناستې ته په وینا کې ویلي، چې د اداري فساد او رشوت پرځای قاضي ته د «خاورو» خوړل بهتره دي.

شیخ نورمحمد ثاقب نوي فارغېدونکو قاضیانو او مفتیانو ته په خپلو دندو کې د «عدالت» او «اخلاص» ترڅنګ سپارښتنه کړې، چې باید د قضاء د اصولو مطابق خپلې دندې سرته ورسوي، ځکه دده په خبره د «کائناتو» نظام په عدل او انصاف باندې قایم دی.

نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر سرپرستۍ لاندې د جامعه عبدالله بن مسعود د تخصصاتو جامعې د افتاء او قضاء څانګې څخه ۲۳ تنه مفتیان او قاضیان فارغ شول، چې له فراغت وروسته به د طالبانو په محاکمو کې د افتاء او قضاء په دندو ګومارل کیږي.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پخواني قاضي القضات او د طالبانو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون مشر شیخ مولوي نورمحمد ثاقب وینا وکړه او په ځانګړې توګه یې نوي فارغېدونکي قاضیان او مفتیان د «تفقه» حاصلولو او په قضاء کې د عدل او انصاف پلي کولو ته وهڅول.

نوموړي قاضیانو ته د بډو(رشوت) ورکولو یو څو نوو طریقو په بیانولو سره قاضیان متوجه کړل چې د رشوت ورکولو په اړه د خلکو «چلونو» او طریقو ته متوجه وي.

شیخ ثاقب د خپلې قضايي دورې په هکله د اداري فساد سره د مبارزې په هکله داسې وویل: «ما په هغه وخت کې له خپل الله او مسلمان ملت سره دا عهد کړی ؤ، که ډیر مجبور شوم خاورې به وخوروم؛ خو رشوت به نه اخلم او خپلو لاس لاندې قاضیانو ته مې هم دا ویلي ؤ، چې تاسو به د خپل الله او مسلمان ملت سره دا عهد کوئ، چې په هیڅ صورت رشوت نه اخلئ.»

داچې د خاورو خوړل په اسلام کې حرام دي، په اړه یې شیخ ثاقب څرګنده کړه که چیرې د «مخمصې» په حالت کې د حرام رشوت ته مجبوره شوم، نو تر رشوت به د خاورو خوړل غوره وبولم.

هغه داسې وویل: «که څه هم دخاورو خوړل په اسلام کې ناروا دي، لیکن د اشدې اړتیا په صورت کې مسلمان کولای شي دومره حرام وخوري، چې خپل ژوند ورباندې وژغوري، نو که الله مه کړه زه تردې حده مجبوره او بې وسه شوم چې د خپل ژوند روان ساتلو لپاره د ناروا مال خوړلو ته اړ شوم، نو په هغه صورت کې به د حرام رشوت پرځای د خاورو خوراک ته ترجیح ورکړم؛ خو رشوت به نه اخلم.»

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال د نبوي «حدیث» په رڼا کې قاضیان په درې ډوله تقسیم کړل: اول هغه قاضي چې په مسئله پوه شي او په عدل فیصله وکړي، نو دا کامیاب دی، دویم هغه قاضي چې په مسئله پوه شي او په ظلم فیصله وکړي، دا قاضي ناکام دی او درېیم هغه قاضي چې په مسئله پوه نه شي او د ناپوهۍ له کبله په ظلم فیصله وکړي، چې داهم ناکام دی.

شیخ ثاقب د عبدالله بن مسعود له جامعې څخه فارغ شوو قاضیانو او مفتیانو ته وویل، چې تاسو له درېیم قسم څخه ځکه وتلي یاست چې د تخصص دوه کلن نصاب مو لوستی، نو که چیرته کولای شئ چې په لومړي صنف قاضیانو کې ځانونه برابرولای شئ، بیا د قضاء منصب اشغال کړئ، کنه بیا یې نه کول درته بهتره دي.

باید وویل شي چې پرون د شنبې په ورځ هم د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون تر سرپرستۍ لاندې د ابراهیم النخعي رضي الله عنه جامعې د افتاء او قضاء له څانګې څخه ۳۰ تنه قاضیان او مفتیان فارغ شول، چې په دې سره د یاد کمیسیون لخوا سږکال ۵۳ تنه مسلکي قاضیان او مفتیان روزل شوي او افغاني ټولنې ته وړاندې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

قاضی صاحبانو ته باید د امارت له خوا ښه معاشونه او امکانات ورکړل شي تر څو د فساد له خطر څخه په امن واوسي.

احمد

الله ج دې نویو قاضي صاحبانو ته توفیق د ښه خدمت ورکړي چې ښې او شرعی فیصلې وکړي او بیا هغه شرعی فیصله تدبیق هم کړي زه نه غواړم چې ډیرې څه په دې هکله ولیکم صرف دومره وایم چې محاکمو کې ستونځې شته ظالم سره دهغه دظلم مطابق چلند نه کیږي او دمظلوم حق له ظالم نه اخیستل کیږي .اومظلوم ته غیر مستقیم ویل کیږي چې اصلا څوک څوک خفه کول نه غواړي که نه ته پر حقه یې . زما شخصي نظر دا دی که چا ته انصاف نشئ ورکوی نو بیا دآمر اعطا حق هم په چا… نور لوستل »

Sayed

Dear Ustad Shaykh Sahib Assalamu Alaikum Warahmatuulah-e-Wabarakatuh,
First of all, it would be far far better that the Taliban has to stop fighting because it has more priority then the judiciary so for the implementation of the judiciary first fighting gas to be stopped.

,mujahid

yes, i agree with you sayed sahib!

Sayed

مننه ښاغلی مجاهد، شيخ نورمحمد ثاقب زما له طالبي پړاوه څو کلونه لا مخکې په وروستيو اتيايمو کلونو کې استاذ وو. هغه وخت ارواښاد باچا خان د 1988 ز کال د جنورۍ په شلمه وفات شوی وو او له پېښوره يې جلال اباد ته يووړ. طالبان بيا له هغې وروسته په نوييمه لسيزه کې په 1994 ز کې راپيدا شول. اګر چې زه يې په طالبي ډله ټپله او کړووړو کې برخه نه لرم، خو د استاذ په توګه ورته درناوی لرم. دا ځکه چې طالبان د CIA, MI6, ISI plus Arab intelligences او د پاکستان د ځينو مذهبي ګوندونو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx