دیني، سیرت او تاریخ

مشروع او غیر مشروع استعاذه

احمد الله عاطفي

استعاذه نه یواځې د قرآنکریم د تلاوت لپاره نه دی بلکه د هر شر او زورونکي حالته چې په دنیوي او یا اخروي امورو کې بنده ورسره د مخکیدو ویره ولري الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل دي.
الله سبحانه وتعالی سپارښتنه کوي چې د شیطان له شره پناه وغواړئ.
قال الله تبارک وتعالی:  وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( الاعراف: ۲۰۰)
ژباړه: او که د شیطان کومه وسوسه دې وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه، بې شکه چې هغه ښه پوه اوریدونکی دی.

قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النّٰاسِ: ووایه پناه وړم پروردګار د خلکو(ټولو مخلوقاتو ) ته. (الناس: ۱)
قال الله تبارک وتعالی:وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰاتِ الشَّيٰاطِينِ.
ژباړه: او و وایه: ای زما ربه! د شیطانانو(انسي او جني شیاطینو) له وسوسو پناه در وړم.
(مؤمنون: ۹۷)

نامشروع استعاذه
پرته له الله سبحانه وتعالي نه له بل هر مخلوقه حقیقي پناه غوښتل ناروا، ګمراهي او تباهي دی.
لکه د نوح (علیه السلام) زوی چې د پلار غوښتنه رد کړه وویل زه غره ته پناه وړم…

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ …( هود: ۴۳)
ژباړه:ويې ویل: کوم غرۀ ته به پناه یوسم چې له اوبو مې وساتي…
همدا راز قرآنکریم موږ ته خبر راکوي، چې انسان (دا مکرم مخلوق) له پیریانو پناه غوښته.

قال الله تبارک وتعالی: واَنَّهُ کانَ رِجالٌ مِنَ الاِنسِ یَعوذونَ بِرِجال مِنَ‌الجِنِّ فَزادوهُم رَهَقا.(الجن: ۶)
ژباړه:او دا چې د انسانانو ځینو کسانو به د پیریانو ځینو وګړو ته پناه وړه او د دوی سر کې به يې ور زیاتوله.

اوس دور چې په اصطلاح پرمخ تللی دور بلل کیږي، د پرمختللو هیوادونو استخباراتي شبکې اوس هم د شیاطینو له شیطاني کړنو استفاده کوي.
په تیر دور کې په جهر او مستقیمه توګه د پناه وړلو اعلان کیده، اوس دا پروسه د شیطاني شبکو له لوري په پټه توګه ترسره کیږي.

روى ابن جرير عن ابن عباس، قوله: (وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الإنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ ) قال: كان رجال من الإنس يبيت أحدهم بالوادي في الجاهلية فيقول: أعوذ بعزيز هذا الوادي.(تفسير جامع البيان في تفسير القرآن:طبري او…)
ژباړه:عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) د دې مبارک آیت تلاوته وروسته وفرمایل:(د جهالت په دور کې) به انسانان چې کومې درې کې شپه تیرول غوښتل، ویل يې: پناه وړم عزیز(مشر، حاکم) د دې درې ته.

د قاسمي تفسیر په روایتونو…
وقال الربيع بن أنس : كانوا يقولون: فلان من الجن رب هذا الوادي، فكان أحدهم إذا دخل الوادي يعوذ برب الوادي من دون الله.
وقال ابن زيد : كان الرجل في الجاهلية إذا نزل بواد قبل الإسلام قال: إني أعوذ بكبير هذا الوادي.
فلما جاء الإسلام، عاذوا بالله وتركوهم.

د جاهلیت په دور کې کومه قافله د سفر په دوران کې له کومې دشتې یا درې تیریدل او یا يې اقامت کوو، د قافلې یو تن به په لوړ اواز غږ کاوه چې د دې سیمې سردار او سالار ته ددې سیمې له ناپوهانو نه پناه ور وړو.

د دوی عقیده دا وه چې په کندو او درو کې د پیریانو بیلا بیلې ډلې تسلط لري او هره ډله يې ځانته مشر او سالار لري او له دې سره سره په دې ډلو کې  ناپوه او ضرر رسونکي هم شته، نو په همدې اساس يې د هغه سیمې له مشر او سردار نه د حفاظت غوښتنه کوله.

وسیله د پناه
یوه وسیله د پناه دی او بل حقیقي پناه ورکول، وسیله هر څه ته کیدی شي، د بیلګې په توګه باران او طوفان دی یو يې خونې، سوړې او یا هر ځای چې ورته خوندي ښکاره شي پناه وړي، دا د بنده هڅه ده خو ساتل او حفاظت حقیقي د الله سبحانه وتعالی له لوري دی، کنه همدا خونه او ټوله ودانۍ چې یو بنده پکي د مرګ له ویري پناه اخستي وي په زلزله او طوفان کې له یوې مخې په نسکوریدو خپله د مرګ سبب وګرځي.

که الله سبحانه وتعالی وغواړي چاته حفاظت ورکړي په همداسې یوې پیښې کې هم محفوظ یې ساتي یوه ورځ نه بلکې په میاشتو او کلونو.
د بیلګې په توګه اصحاب کهف واقعه او همدا زمونږ په دور کې په تر کیه کې یو ماشوم د زلزلې ځپلو ودانیو په یو کنډر کې چې هیڅ ګمان نه کیده څوک پکې ژوندی پاتې وي پس له څو ورځو صحي سلامت وویستل شو، همداسې واقعه (۲۰۰۵) کې د پاکستان په کشمیر او شمالي سیمو، بالاکوټ، مانسهره کې زلزلې له سلو زرو زیات خلک متاثره کړل، په غالب ګمان یو تن وروسته له دوه اویا ورځو ژوندی وویستل شو.
دا او داسې نورې پېښې په تیرو وختونو او حال کې پیښ شوي او ممکن پېښېدونکی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x