شعـــــرونه

ربه تاته په سجدو کې په فرياد يم/ حيدري

محمد اغا حيدري

ربه تاته په سجدو کې په فرياد يم
دا ستا ټولو اوامرو ته منقاد يم

د بنده په بنده ګۍ ولې غلام شم؟
پيدا شوی چې له موره زه ازاد يم

چې دوی کله د اسلام په وړاندې راشي
پرې کومه ترې سرونه سم جلاد يم

دا دعا کوم اشنا ته دې ژوندی وې
دې دنيا کې زه په تا باندې اباد يم

زه کوم دې‌ پيروي خيرالبشره
ستا په عشق کې رسېدلی تر مراد يم

دا به ډېر لوی افتخار وي ګورئ هلته
چې وتلی زه له کوره په جهاد يم

کومه ورځ چې د شیطان ده ما منلې
بس همغه ورځ نا سم صحيح برباد يم

پاکه ربه حيدري له تا مشکور يم
دا مې بخت دی چې خوشاله يم او ښاد يم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x