ورزش

د فخر زمان ۱۹۳ منډو سربېره هم پاکستان د سویلي افریقا پر وړاندې ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د سویلي افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان لوبډلې پېلیز توپ وهونکي فخر زمان په زړه پورې ۱۹۳ منډې وکړې خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

فخر زمان د سویلي افریقا لوبډلې د ۳۴۲ منډو هدف په تعقیب کې تر وروستي اوره مقاومت وکړ خو په ۵۰م اور کې یې خپله ویکټه د منډې جوړولو پرمهال له لاسه ورکړه، چې له کبله یې پاکستان د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ومنله.

په یاده لوبه کې سویلي افریقا یو وار بیا لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۳۴۱ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري کوینټن ډيکاک ۸۰، لوبډلمشر ټینډا باووما ۹۲، رسي وندر دوسن ۶۰ او دیوید میلر ۵۰ ناسوځېدلې زیاتې منډې وکړې.

د هدف په تعقیب کې پاکستان پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې خو فخر زمان په یوازې ځان لوبه تر جالبې مرحلې ورسوله، خو په وروستي اور کې چې ۳۱ منډو ته یې اړتیا درلوده رن اوټ شو.

د پاکستان له لوري فخر زمان تر ټولو زیاتې ۱۹۳ منډې جوړې کړې، نوموړي ۱۰ شپږیزې او ۱۸ څلوریزې ووهلې او ۱۵۵ توپونه یې ولوبول، نوموړی په غوره کارکردګۍ د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

دا د نوموړي لپاره د سویلي افریقا جوهانسبرګ ښار په ونډیریز لوبغالي کې تر ټولو زیاتې منډې دي، له دې وړاندې دغه ریکارډ د سویلي افریقایي مشهور لوبغاړي هارشل ګیبز په نوم و چا چې په ۲۰۰۵م کال کې د استرالیا پر وړاندې ۱۷۵ منډې کړې وې او د ۴۳۸ منډو هدف یې بشپړ کړی و.

له دې وړاندې پاکستان لوبډلې سویلي افریقا ته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبې کې د ۴ لوبغاړو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې دریمه او پریکړه کونکې لوبه به د اپریل په ۶مه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x