دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي حکومت جوړولو طرحه «دريمه برخه»

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامي حکومت جوړښت او ټاکنې:
لومړی: الهي اصول
د الهي نظام عمده بعد الهي اصول تشکیلوي، چې په اړه یې قران کې د [ الحکم الی الله ] په شان  نور ډیر صریح احکام لري، الهي اصول د مجتهدو  علماوو د شوری له خوا د قران او احادیثو په رڼا او د ملت د نماینده ګانو سره په ګډه جوړ او له هغه وروسته عدلیې قوې ته د فیصلو او اجرایوي قوو ته د اجراء لپاره وړاندې کيږي.

دوهم : د اسلامي دولت جوړښت:
قران عظیم الشان کې د اسلامي حکومت د حکامو د ټاکنو لپاره د الهي اصولو پرتله صریح احکام ډیر نلري د اسلامي دولت جوړښت په اړه لاندې معلومات درسره شریکوو.

۱:د علماوو لویه شوری:
د مجتهدو، متقي او مستعدو علماوو څخه جوړه، د دولت په رأس کې قرار لري، درې واړه قواوې ورته جواب ګویه، د لویو او مهمو موضوعاتو د حل وفصل اخري مرجع، پلان جوړونکي او تصمیم نیوونکي به همدا شوری وي، مستقل جهادي ګارډ، او مستقله مالي بودیجه به لري، د يوې ځانګړې او ډیرې معتبرې لایحې له مخې او د مخکې شوری د انقلابي او مذهبي مشر او معتبرې ازموینې له بریا وروسته به نومول کیږي او د مرکز او ولایاتو د علماوو شوری غړو د رایو په اکثریت به ټاکل کیږي، اساسي قانون، مقررات او ضوابط به د  دوی له خوا د ملت د نماینده ګانو سره په ګډه جوړ او عدلیې قوې ته د فیصلو او اجرایوي قوې ته د عملي کولو لپاره استول کیږي د مشرانو او لویې جرګې په ځای به همدغه د علماوو مستقله شوری شتون لري.

۲ ــ مقننه قوه:
مقننه قوه به د عالي شوری سره په ګډ تفاهم او د قرآن او احادیثو په رڼا کې اساسي قانون او د ټولو نهادو لپاره د مقرراتو او ضوابطو جوړولو مسؤلیت په غاړه لري، د دولت بودیجه به له ارزونوو وروسته ټاکي، د کابینې وزیران به رد او یا تاییدوي او د حقایقو د څرګندونو او ارزونو لپاره به یې وخت ناوخت اظهاروي او په کړنو به یې نظارت او څارنې لري مقننه قوه د علماوو عالي شوری ته جواب ګویه او د هغوی سره به په ګډ تفاهم خپلې دندې ترسره کوي.

د ملت نماینده ګان به د يوې معتبرې لایحې له مخې چې د عالی شوری له خوا جوړه شوې؛ نومول کیږي او د يوې معتبرې سیاسي او اسلامي ازموینې له بریا وروسته به ملت ته د رایو ترلاسه کولو لپاره وړاندې کيږي، مقننه قوه به د خپلو چارو د ښه سمون، اسانتیا او نظارت لپاره ځانګړي او مستقل نهادونه هم لري.

۳ ــ عدلیه قوه:
عدلیه قوه به هم د علماوو د مستقلې شوری د قوانینو او مقرراتو له مخې د دولت او ولسونو د ستونزو د هوارولو لپاره په مرکز او ولایاتو کې محکمې، څارنوالۍ او ورته نور نهادونه لري، د قران او احادیثو په رڼا او د اساسي قانون له مخې د معتبرو او منلو شواهدو او اسنادو د شتون له مخې به فیصلې کوي او فیصلې به اجرایوي قوه تعمیلوي، مستقلې عالي شوری ته به جواب ګویه وي او د خپل جوړښت له مخې به نهادونه او څانګې لري.

۴ ــ اجرایوي قوه یا حکومت:
د هیواد بار دننه امنیت، بیا بیا جوړونو، د عدلیې قوي د فیصلو او داسې نورو کړنو د عملي کولو مسؤلیت په غاړه لري، دا قوه به د خپل کاري تشکل له مخې د کارونو د اسانتیا لپاره مرکز او ولایاتو کې جلا جلا نهادونه لري او د مرکز او ولایاتو اجرایوی اړخ د دوی پورې اړه لري، اجراییه قوه به هم د مقننې او عدلیې قوو په شان د علماوو مستقلې شوری ته جواب ګویه وي.

لوی پالیسي، پلان ګذاري او اخري تصامیم  به د علماوو د مستقلی شوری پورې اړه لري د اجرایوي قوې ریس او یا صدراعظم به د مستقلې عالي شوری د معتبرې لایحې له مخې نومول کیږي.
په اسلامي سیاسي امورو کې د ازموینې له بریا وروسته به د ملت د رایو په اکثریت ټاکل کیږي.

۵ ــ د ولایاتو درې ګونې قوې:
د ولایتونو هره درې ګوني قوه به د پلازمینې د پورتنيو دریګونو قوو پورې تړاو لري او د هر ولایت د درې قوو په رأس کې به د هغه ولایت د علماوو عالي شوری او د هغه ولایت والي قرار لري، هره ولسوالۍ به هم د علماوو مستقله عالي شوری ګانې لري هغه شوری ګانې به د مرکز د علماوو مستقلې شوری ته جواب ګویه وي او د مرکز د علماوو لویه شوری به د ولایاتو د عالي شوری ګانو د غړو په رایو ټاکل کیږي د ولایاتو د عالي شوری غړي به د مرکزي عالي شوری د لایحو له مخې نومول کیږي د ځانګړې ازموينې له بریا وروسته به د ولسوالیو د عالي شوری د غړو د رایو په اکثریت  ټاکل کیږي او د ولسوالیو عالي شوری غړی به د ولایاتو د شوری د غړو له خوا نومول کیږي د ځانګړې ازموينې له بریا وروسته د هغې ولسوالۍ د رایو په اکثریت ټاکل کیږي.
والیان او ولسوالان به هم د ځانګړو لایحو له مخې نومول کیږي د ځانګړې ازموينې له بریا وروسته به د هغه ولایت او د هغه ولسوالۍ د رایو په اکثریت ټاکل کیږی.
د مستقلو عالي شوری ګانو کاري دوره به ۶ کاله او د والیانو او ولسوالانو کاري دوره به څلور کاله وي.

۶ ــ د څاراو تفتیش مستقل نهادونه:
د پلازمینې، وزارتونو، ولایاتو او ولسوالیو د دولت د درې ګونو قواوو او د علماوو د عالي شوری ګانو په ټولو نهادو کې به د څار او تفتیش مستقل فعال نهادونه شتون لري د عالي نظارت نور مستقل نهادونه به د پلازمینې او ولایتو تفتیشي نهادونه د تعقیب او څارنې لاندې نیسي د پلازمینې نهاد به د پلازمینې د علماوو عالي شوری او ريیس یا صدراعظم ته،  د هر ولایت د عالي نظارت نهاد به د هغه ولایت د علماوو مستقلې شوری او والي ته او د هرې ولسوالۍ عالي نظارت نهاد به د هغه ولسوالۍ د علماوو عالي شوری او ولسوال ته جواب ګویه وي، مګر کړنې به یې د مستقلو شوری ګانو سره په تفاهم سره وي.

۷ ــ ټاکنې:
اسلام نه د کمونیزم د پرولتاریا دیکتاتوري، نه د شاهي رژیمونو او نه د کاپیټالیزم د یو څو سرمایدارانو د درغلنو دموکراتیکو ټاکنو په شان چې هر څه به د دوی د ګټو او غوښتنو قرباني کیږي، ټاکنې تر سره کوي، اسلامي نظام کې د ژوند د نورو چارو په شان اسلامي ټاکنو کې الهي عدالت نغښتي اسلامي ټآکنې د منظمو لایحو، ازموینو، تفتیش، څارنو او له درغلیو پرته رایو ورکولو او د پوره امن او صمیمیت چاپیریال کې ترسره کیږي:

لومړی: د علماوو عالي شوری غړي به د معتبرې لایحی او ازموینې کې له بریا وروسته د ولسوالیو او ولایاتو د علماوو عالي شوری ګانو د علماوو د رایو په اکثریت ټاکل کیږي او عزل یې هم د دوه ثلث رایو په اکثریت ترسره کیږي، د عالي شوری د ټاکلو دوره به د حکومت د ریس او ولسي استازو له دورې ۶ ــ ۸ کالو او د هغوی د دورو منځ کې ټآکل کیږي د ولایاتو عالي شوری غړي به د ځانګړي یا معتبرې لایحې او ځانګړي ازموينې کې له بریا وروسته د  ولسوالیو د عالي شوری ګانو د غړو په اکثریت ټآکل کیږي او د ولسوالیو عالي شوری به هم د يوې ځانګړې لایحې او ازموینې له بریا وروسته د هغه ولسوالۍ د خلکو د رایو په اکثریت ټاکل کیږي، کاري دوره به یې د پلازمینې د عالي شوری د دورې سره یو شان وي.‎

دوهم : د هیواد امیر یا صدراعظم:
( رياستي یا پارلماني سیستم ) معاونین او د ملت نماینده ګان هر یو اړخ به د ځانګړو لایحو له مخې نومول کیږي د ځانګړو ازموینو له بریا وروسته به د اکثریت رایو تر لاسه کولو لپاره ملت ته ورپېژندل کیږي. نور اصول او ضوابط به یې د ټاکنو مستقل ریاستو له خوا د عالي شوری سره په تفاهم ترسره کیږي.

دریم: د رایو ورکونکو احصایه:
د هیواد بار دننه ټولو غړو(چې د رایو ورکولو مناسب شرایط لري) د ټاکنو د مستقل ریاست لخوا به یې احصایه تر لاسه کیږي يعنې د هیواد د رایو ورکونکو لپاره به د ټاکنو د مستقل ریاست ځانګړې لایحو له مخې د هغو رایو ورکونکو ( چې د رایو ورکولو لپاره مناسب شرایط لري) شمیره،  د هغوی ادرس، موقعیت او د هغوی څخه د رایو ترلاسه کولو لپاره اسانه او ارزانه لارږ چارې معلوموي، په ټولو مواردو به منظم تفتیش او پرله پسې څارنه کيږي.

د سرغړونو په صورت کې به مرتکبینو ته مناسبې سزاوې عملي بڼه کې اوروي، مهمه نه ده چې هغه رای اخستونکي، رای ورکونکي، د ټاکنو عمله، د ټآکنو رئیس او د ټآکنو نور لوړپوړي چارواکي وي.

پولیس او نور امنیتي قوو غړي هیچا ته د رایې ورکولو حق نه لري او نه به د چا ملاتړ او اړخ نیسی.
د بیطرفه امنیت مسولیت به په غاړه لري، د سرغړونې په صورت کې په مناسبو سزاوو او یو اخطار سربیره له دندې ګوښه کیږي.

پورته ټولې سرغړونې به د څار ادارې له خوا له څارنوالۍ سره شریکیږي، څارنوالۍ او محکمې به ملامت او سلامت په ګوته کوي. رشوت ورکونکو ته به تر ټولو سنګینه حتی د مرګ سزا اورول کېږي.

څلورم: اسلامي نظام د ښځو د رایې ورکولو مخنیوی نه کوي، په دې شرط چې د رایو ورکولو چاپیریال د میرمنو د حجاب او عزت ساتنې لپاره خوندي وي.

رایې ورکول د هر چا په خوښه تر سره کږی، مهمه نه ده چې هغه نارینه که ښځینه وي، د ټاکنو محلو کې باید ټولې ميرمنې وي او پوره امنیت یې نیول شوی او تضمین شوی هغوی چې ټاکنو کې د څه ستونزو له امله نه غواړي یا نشي کولای برخه ولري مخکې له مخکې باید په ګوته شوي وی.

پنځم: د ټاکنو مستقل ریاست د مهاجرو افغانانو د رایو تر لاسه کولو لپاره هم لازمه لایحې، د رایو تر لاسه کولو لپاره مناسبې لارې چارې او شرایط نظر کې نیول شوي وي چ رایې یې څرنګه بې تقلبه او بې ستونزو ترلاسه او د پوره ډاډ وړ وي.

شپږم: د علماوو، استاذانو، ډاکترانو، انجینرانو، حقوقدانانو، سیاسي رهبرانو او داسې نورو مشرانو او د میرمنو رایې د ډمانو، نشه يي توکو روږد شوو، غلو، داړه مارانو، جنګ سالارانو، دوکه بازانو، قاچاقبرانو او داسې نورو چرسیانو بنګیانو غلامانو له رایو باید څو ځلې زیات وزن ولري او ځینې له رایو تر مشخصو شرایطو تهیه کولو غیره محروم پاتې شي.

اووم: د ټاکنو مستقل ریاست لوړپوړي چارواکي هم باید د ځانګړو لایحو له مخې او د ځانګړې ازموينې له بریا وروسته ملت ته د رایو ورکولو  لپاره وروپېژندل شي د ټاکنو د دغه مستقل ریاست د مشرانو او کشرانو لپاره د سرغړونو په صورت کې مناسبې سزاوې ځانګړي شوي، مرتکبینو ته یې مناسبې سزاوې د محکمو لخوا واورول شي او له دندې هم کیدی ګوښه کړی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

دروند ورور غلام حضرت صاحب !
د اسلامی دولت جوړولو دریمه برخه هم نشر شوه ، تاسی ورته ډیره لیوالتیا لرله ستاسی په خدمت کی ده چه مطالعه یی کړی او خپل ښکلی نظریات راسره شریک کړی مننه

طاهر ثابت

سلامونه او مننه بیانزی سیب. «دعلماوو شوری… اساسي قانون، مقررات او ضوابط به د دوی له خوا د ملت د نماینده ګانو سره په ګډه جوړ او عدلیې قوې ته د فیصلو او اجرایوي قوې ته د عملي کولو لپاره استول کیږي …» فکر کوم چه زه او ته به ډیر ګد ټکی ولرو. خو هغه څه چه روښانه ندی هغه د علماوو لویه شوری او د مقننه او عدلی او څارنوالی شعبی دی. دعلماوو شوری داسی نوم ده چه په هغه کی ددی اورګان مسئولیت ته اشاره کوی. له دی هیئت سره ددولتی کارونو په هکله مشوره کول به ددوی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور ثابت صاحب سلامونه او نیکی هیلی! فکر کوم موږ د دوهمی برخی شروع کی لیکلی چه زموږ کمی یا زیاتی راسره بدرګه یا اصلاح کړی علم دریاب دی او موږ له هغه دریاب یوه قطره علم که هم ولرو لویه خبره ده. موږ دا هم لیکلی چه الهی نظام یا اسلامی دولت دوه عمده بعدونه لری: لمړی او اصلی بعد یی الهی عمده او اساسی اصول دی چه قران عظیم الشان کی یی په اړه صریح ایتونه شتون لری او بل بعد یی حکام یا زمامداران دی زمامدارانو په اړه دومره ډیر صریح څه نه دی ویل شوی… نور لوستل »

طاهر ثابت

بیانزی سیب سلامونه او مننه.
خدای دی وکړی چه زما ستا نظر داختلاف سبب نسی. هر نظر دمنلو قابل کیدای سی. او تجربه به ښیی چه هغه څنګه اصلاح سی. مونږ به خپل نظر وایو او دهغه قبلول به لوستونکو ته پریږدو. په درناوی

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب ، هیله لرم داسی ونه وایاست، ستاسی یادونی اموزنده او د بحث اوږدوالی چه نیتونه صاف وی د لا ډیرو پوهاوی او د مینی زیاتوالی سبب کیږی که تاسی یو څه لیکی او زما د معلوماتو له مخی کمی زیاتی لری یا زه څه لیکم او ستاسی د معلوماتو له مخی کمی زیاتی لری هغه که وویل شی ثواب لری او د دواړو معلومات لا پسی تکمیل او ښی نتیچی ترلاسه کوو.

الحاج استاذ بیانزی

هو، رښتیا هیر می شو ، دځلورمی یا اخری برخی په اړه هم ستاسی د ارزونو او نیکو نظریاتو په هیله یو که دی لوستلی نه وی ټولی د (( دین )) د کالم لاندی ځآی په ځای شوی ویی لوله او په اړه یی خپلی ارزونی ولیکی منندوی به مو یو مننه

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب! موږ که خپلواکی لرو د کفارو د تبلیغاتو پروا نه لرو، کفر حق پټونی ته وایی ، کفار حق پټونکی دی په حق پټولو خلک استثماروی دوی حریص دی او څومره چه به دی ډول سرمایه زیاتوی حرص یی لا پسی وده کوی. دوی د طالبانو سره دشمنی نه لری د طالبانو د اسلامی نظام سره دشمنی لری او لمړی ګذار یی تبلیغاتی جنګ دی یواځی هغوی د کفارو د تبلیغاتو ښکار جوړیږی چه هغوی د کفارو نانڅکی وی. او هغه نانڅکو ته منافقین وایی د منافقینو سمول اسانه خبره نه ده الله ج فرمایی چه دوی به… نور لوستل »

طاهر ثابت

سلام بیانزی سیب مننه ډیر ټکی دی روښانه کړی چه دا کفایت کوی. ځینی نور ټکی لیږ بل نظر ته هم ضرورت لری چه هغه دادی: «موږ که خپلواکی لرو د کفارو د تبلیغاتو پروا نه لرو،» زه په دی هکله دافغانستان وضعی ته نګورم. که له یوی خوا اسلام مسلمانان دیوه بدن عضوی بولی له بلی خوا کفار هم مسلمانان یو بولی او غواړی په یوه حمله په ټولو سی. مسلمانان په غرب کی او هم په اسلامی دنیا کی ضعیف دی. هغلته دیموکراتیک دیکتاتوری روانه ده. ډیر کم مسلمان دولتونه مسلمانانو ته آزادی ورکوی. زه ویریږم خدای ناخواسته… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ثابت صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ! په لا اله الی الله سپییڅلی کلمه کی خپلواکی نغښتی کومه چه اسلام ته د ننوتلو دروازه ده. موږ باید خپلواکی ترلاسه کړو په هره بیه چه وی. له خپلواکی وروسته اسلامی حکومت د اسلامی نړۍ او مظلوم بشریت د پاره د مور او پلار حیثیت لری یتیم ماشومان د هر چا د څپیړو لاندی وی د اسلامی نظام په رامنځته کولو به لویدیز او ټول مظلوم بشریت به د نړیوال استعمار له څپیړو پوره یا څه ناڅه وژغورل شی او په څو لسیزو کی به اسلامی نظام نړیوال نظام جوړ شی… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x