روغتیا

که د خپلو ماشومانو فکري وړتیا غواړئ، ډیره خوږه مه ورکوئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): ماشومان د خوږو تر ټولو زیات کارونکي دي، چې د لوړې خوږې رژيم د وزن کمولو، د زړه ناروغۍ او آن د حافظې پر فعالیت کمولو اغیز کوي.

د امریکا د جورجیا پوهنتون د سویلي کالیفورنیا پوهنتون د څیړنې مرکز سره په ګډه یوې څيړنې موندلې چې ډیره خوږه کولی شي د ماشومانو پر ذهني پرمختګ اغیز وکړي، په ځانګړي توګه په هغه برخه (هیپوکیمپس) چې د زده کړې او حافظې دنده پرمخ بیایي.

دغه څیړنه تر دې مهاله د موږکانو پر بچیو ترسره شوې، او دوی ته هره ورځ خواږه څښاک ورکول کېده، چې څه وخت وروسته یې معاینات ترسره شول.

څیړنې په پایله کې موندلې چې دغه عادت په ماشومتوب کې د زده کړې او حافظې پر فعالیت جدي منفي اغیز کوي.

څیړنې ښودلې، ډیره خوږه په کولمو کې د باکتریاو د بدلون لامل کیږي چې کولی شي د حافظې ضایع کېدو لامل شي.

دوی وایي چې د خوږې په ځانګړي ډول د بورې استعمال په ماشومانو کې د زده کړې او حافظې وړتیا باندې منفي اغیز کوي.

پوهان وایي، په دې تړاو د معدې او دماغو ترمنځ د اړیکو پيژندلو لپاره لا ډیرو څیړنو ته اړتیا لیدل کیږي، تر څو ددوی ترمنځ د اړیکې پایلې لا څرګندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x