افغانستان

طالبان: انتخابات یو ځل بیا انتصابات شول

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۵مه ۱۳۹۳): طالبانو په خپلې وروستۍ د اونۍ تبصره کې چي ددوی رسمي نظر څرګندوي، ویلي چې انتخابات یو ځل بیا انتصابات شول، تبصرې زیاته کړې چې د خلکو او ولس له نامه یو ځل بیا په غلطه استفاده وشول.

هغه تبصره چې نن ټکي آسیا ته د ذبیح الله مجاهد له لوري په ایمیل رسیدلې، په کې ویل شوي چې د افغانستان د خوار او مظلوم ولس په نامه په ملیونونو پیسی ولګېدلې، خو پر ځای ددې چې ولس ته خپلواکي، ارامي، سوکالي او د نوښت زیری راوړي، هغوی ته یې د انتخاباتو پر ځای انتصابات را وړل، او زیاته یې کړه: چې د کابل د ادارې څخه په حقیقت کې اراده او اداره دواړه سلب شوي، اوس نه اراده لري، او نه هم اداره.

طالبان وړاندې وايي: د اوسني انتخاباتو وروسته ټول په دې پول شول چې په یو اشغال شوي هیواد کې انتخابات په اصل کې د انتصاباتو لپاره یو شعار او یو پرده وي، او د یو داسي انتخاباتو د کامیابي لپاره تل یرغلګر قوتونه د قومي، سمتي، ژبني نفرتونه او تعصبات را پورته کوي.

د طالبانو د اونۍ په تبصره کې خبرداری ورکول شوی چې طالبان به دداسي تعصباتو مخه نیسي، کوم ته چې یوازې ددې لپاره وده ورکول کیږي، تر څو هیواد تجزیه شي، او د اشغالګرو او فرصت طلبو خیالي خوبونه رشتیا شي.

تبصره زیاتوي: افغان ولس اوس په دې ښه پوه شو، چې انتخابات او دیموکراسي یو بې مفهومه شعارونه دي، چې یوازي اشغالګر د خپل اشغال د غځولو، او خپلو لاسپوڅو د پړسولو او ځلولو لپاره کار ځینی اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x