
هیکرانو له فیسبوک څخه د ۵۰۰ ملیونه زیاتو کاروونکو معلومات غلا کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې شبکې فیسبوک د ۵۳۳ ملیونه کاروونکو بشپړ معلومات د هیکرانو پر ویبپاڼه راڅرګند شوي دي.
داسې بریښي چې معلومات څو کلونه پخواني دي مګر دا د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو شبکو لخوا د راټول شوي معلوماتو یوه بېلګه ده چې معلومات څومره خوندي ساتلی شي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر اساس، په دې کې د ۱۰۶ هېوادونو معلومات راپور شوي چې د تلیفون شمېرې، د فیسبوک کارن ID، بشپړ نومونه، موقعیتونه، د زیږون نیټې او د بریښنا لیک پتې شاملې دي.
دا لومړی وار نه دی چې پر فیسبوک د کاروونکو شخصي معلومات د هیکرانو له لوري غلا کیږي، په دې تړاو له کلونو وړاندې فیسبوک د معلوماتو امنیت په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی دی.
د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې د اوکراین هېواد امنیت څیړونکو راپور ورکړی و چې د ۲۶۷ ملیونو څخه ډیر د فیسبوک کاروونکو نومونه، د تلیفون شمېرې او ځانګړی کارن یا ID سره ټول معلومات موندلي وو.
د سایبر امنیت کارپوهان ویره لري چې هیکران کولی شي ددې معلوماتو پر اساس جعلي حسابونه رامنځته کړي، او همدرانګه د مالي درغلیو او د داسې نورو ستونزو موخې لپاره کاروونکي په نښه کړي.