افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر د ترکیې او چین له سفیرانو سره د استانبول د ناستې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» په کابل کې د ترکیې له سفیر «اوغوزخان ارطغرول» او د چین له سفیر «وانګ یو» سره لیدلي او د افغانستان د سولې په تړاو په استانبول کې د جوړېدونکې ناستې په اړه ورسره غږېدلی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې د ارطغرول او اتمر په لیدنه کې دواړو لورو په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په اړه، د غونډې نیټې او اجنډا، د پلاوي ترکیب، د نړیوالې ټولنې څخه ګدونوالو او د ترکیې له غونډې څخه د توقعاتو په اړه خبرې وکړې. په دې برخه کې د همغږۍ غونډو ته دوام ورکولو پرېکړه هم وشوه.

د خبرپاڼې په بنسټ، اتمر د ترکیې راتلونکې ناسته او مذاکرات د افغانستان د سولې او ثبات لپاره اړین او مهم وبلل.

ورته مهال د چین سفیر له اتمر سره په لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې هیواد یې د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ کوي.

دواړو لورو د ترکیې د ناستې په اړه هم خبرې کړې دي.

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې تمه ده د روانې میلادي میاشتې په نیمایي‌ کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سولې‌ په تړاو ناسته راوبلل شي.

دغه ناسته چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې جوړېږي، ښایي‌ د حکومت او طالبانو تر څنګ د سیمې او ګاونډ یو شمېر مطرح هیوادونه هم پکې برخه ولري.

که څه هم د ناستې د نېټې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوی، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دغه ناسته به د اپریل د میاشتې په شپاړلسمه نېټه رابلل کېږي او ښایي لس ورځې دوام وکړي.

طالبانو او حکومت په دې ناستو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی.

طالبان وايي، که ناسته کې ګډون وکړي‌، نو تر ټولو ډېر ټینګار به یې د دوحې توافقنامې‌ پر عملي کولو او له یاد توافق سره سم د ټولو بهرنیو عسکرو په وتلو باندې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx