نړۍ

اسلام اباد: یو کس دبیکاری او مسکنت له امله ځانته اور ورته کړ

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۴) نن له غرمی څخه وروسته  په اسلام اباد کی دپارلمان وداني ومخته یوه کس چی له بیکاری اومسکنت څخه په تنګ راغلی وو، ځان ته اور ورته کړ.

له اسلام اباد څخه دپولیسو یوه افیسر نعیم اقبال له رسنیو سر دخبرو پروخت وویل، را جا اقبال چی  ۳۵ کاله عمریی درلود او د دوو بچیانو پلاروو، له ډیره وخته بیکاره، کوم روزګاریی نه درلود او سخت مسکنت په مخه اخیستي وو نن یی په اسلام اباد کی دپارلمان ووداني ته مخکی ځان باندی پطرول وپاشل او اوریی واخیست.

دپیښی وځای ته څیرمه پولیس وایی داور دلمبي له لیدلو څخه وروسته پولیسوپه بیړه سره داور دوژلو کوښښ وکړ، چی وروسته یی نوموړي نژدی روغتون ته رسولی دی دروغتون ډاکټران وایی دراجه خان وضعه داندیښنی وړده

روان کال کی په نړیواله کچه نوري دارنګه  پیښي هم ثبت شوی دی، چی دهغو جملي خخه یوه هم دټونس دیوه میوه پلورونکي کس محمد بوعزیز دخپل ځان دسوځلودکوښښ پیښه وه چی وروسته دغه پیښه نه یواځی په دغه هیواد کی بلکه په ټوله عربي نړي  کی دانقلابونو  لامل وګرځیده، چی لاتراوسه پوری دغه سلسله دوام لري.

همدارنګه دچین هیواد په سویل لویدیځ کی نهو تنو ټایبتیانو ددغه هیواد په پلازمینه بیجینګ کي خپلو ځانونوته له دي امله اور ورته کړ چی ویل یی دچین هیواد ددوی کلتور اوعناناتوته په سپکه سترګه ګوري او دغه هیواد زمونږ دکلتور او مذهب  دختمولو کوښښ کوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x